Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ پر سر د جنجالونو دوام

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر لیک د ملګرو ملتونو له خوا رد شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ پر سر د جنجالونو په دوام، دا ځل د یادې استازولۍ سرپرست په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې، د محمد حنیف اتمر هغه لیک چې، پر بنسټ یې ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د سرپرست په توګه معرفي شوی و، نه دی منل شوی.

ښاغلي فایق لیکلي:«په خوښۍ سره چې، د پخواني بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر استول شوی لیک د ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري نه دی منل شوی. زه به د تېر په څېر له ټولو ننګونو سره سره د دایمي استازولۍ د سرپرستۍ مسوولیت ته دوام ورکړم.»

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په ټویټر پاڼه کې یوه اعلامیه خپره شوې وه او په کې ویل شوي و چې، ولي نعیمي د نصیر احمد فایق پر ځای په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی جاوېد سنګدل وايي:«تر هغې چې یو ولسي حکومت او یو داسې حکومت چې ملي مشروعیت ونه لري، هېڅ څوک نه شي کولای چې له یوه هېواده استازولي وکړي او دغه بنسټونه او هېوادونه هغوی نه مني.»

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالحق حماد هم څرګندوي:«دغه څوکۍ باید هغه کس ته ورکړل شي چې په نېغه توګه د هېواد له خلکو سره په اړیکه کې وي او واکمني او مسوولیت د هغه په غاړه وي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د یوه لیک په ترڅ کې سهیل شاهین په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړ.

خو د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکړې نهه کسیزې کمېټې چې په کې امریکا، روسیه او چین هم شامل دي، د اسلامي امارت دغه غوښتنه وځنډوله.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه