د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر هم د نړۍ د بهرنیو چارو وزیرانو له نوملړ څخه ایستل شوی دی. په همدې حال کې نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ د شارژدافیر په توګه په دغه سازمان کې د هېوادونو د دایمي نمایندګیو په نوملړ کې ځای لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني سفیر او استازي غلام محمد اسحاقزي له استعفا وروسته ښاغلی فایق د افغانستان د سرپرست په توګه وټاکل شو. خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کول یوه جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.
د افغانستان د سرپرست په توګه د ښاغلي فایق تر معرفي کولو لږ وروسته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي اعلان وکړ چې د دې وزارت مرستیال او ولسي استازي ولي محمد نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د نصیر احمد فایق پر ځای ټاکلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له استعفا وروسته د دغه پلاوي مشري د ښاغلي فایق په غاړه وه چې هغه مهال د اسحاقزي مرستیال نعیمي هم ناروغ و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي نعیمي د ۲۰۲۲ د فبروری په۴ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي له تایید وروسته رسماً دنده پیل کړه او ښاغلی فایق به په خپله پخوانۍ دنده پاتې شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي تر اعلان مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي محمد حنیف اتمر ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي وو چې محمد ولي نعیمي د افغانستان د دایمي رییس په توګه وټاکي.
ښاغلی فایق اوس وايي چې دا لیک د ملګرو ملتونو له خوا نه دی منل شوی. فایق طلوع نیوز ته وویل، "ښاغلي اتمر ته د یوه مکتوب په لېږلو او د نوي کس د معرفي کولو هڅه و کړه، هغه زیاته کړه د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په ځانګړې توګه حقوقي، سیاسي او نورو څانګو ته یو مکتوب لېږلی، چې دغه مکتوب وڅېړي. وروسته پرېکړه وشوه، چې د اګست په ۱۵مه د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو او پخوانی حکومت په رسمیت نه پیژندل کېږي او پر دې مکتوب عمل نه دی شوی. دا د دې لامل شو چې د دوی نمونه د ملګرو ملتونو له سیسټم څخه هم حذف شي."
تر اوسه ښاغلي اتمر او پخواني ولسمشر په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په دې اړه مو اندونه