Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درې رنګه بیرغ په اړه د خوست والي د څرګندونو په وړاندې غبرګونونه

د خوست والي د قرانکریم د حافظانو په فراغت غونډه کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته درې ورځې مهلت ورکړ چې، د دغه ولایت له ټولو سیمو مخکینی درې رنګه بیرغ اېسته کړي او د امارت بیرغ لګول یې یو اختیاري کار وباله.

د خوست والي محمد نبي عمري وویل:«له نننه وروسته د دغه بیرغ لپاره درې ورځې مهلت دی، له درې ورځو وروسته څوک اجازه نه لري چې هغه په کور، دوکان، موټر یا بایسکل ولګوي.»

د اسلامي امارت غړی عبدالحمید حماسي هم وايي:«کله چې نظامونه بدلېږي بیرغونه هم بدلېږي.»

د خوست والي زیاتوي، یو شمېر هېوادوال د بښني له عمومي فرمانه ناوړه ګټه اخلي او په وینا یې د اسلامي امارت پر ضد منفي تبلیغات کوي.

ښاغلی عمري زیاتوي:«هغه کسان چې له موږ سره د عقیدې، سیاست،نظام او واکمنۍ دښمني لري لا هم د سړي زمن نه دي شوي، موږ اړ باسي مجاهد طالبان له هغوی سره هغه چلند ولري چې اسلامي امارت په تېر کې له دوی سره درلود.»

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هېواد په دې حساس وضعیت کې نه ښايي چې، د بیرغ اړوند مسایلو ته لمن ووهل شي.

د خوست اوسېدونکی اکبر څرګندوي:«ملي بیرغ د خلکو بیرغ دی او په خلکو پورې تړاو لري او دا یې د امان الله خان په وخت کې په لویه جرګه کې تصویب کړی دی. په دې حساس وخت کې د ملي بیرغ په هکله څرګندونې ښايي ښې نه وي.»

د خوست بل اوسېدنکی مرجان هڅاند هم زیاتوي:«اوس د دې وخت نه دی چې د حکومت له خوا د ملي بیرغ په هکله موضوع مطرح شي، ځکه چې دا پرېکړې په لویه جرګه کې کېږي.»

په داسې حال کې چې، د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ ملي بیرغ په درېیو رنګونو یعنې، تور، زرغون او سره رنګونو سره پېژندل کېږي؛ خو د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو وروسته د هغه ځای سپین بیرغ نیولی دی.

د خوست والي څرګندوي، یو شمېر هېوادوال د بښني له عمومي فرمانه ناوړه ګټه اخلي او په وینا یې د اسلامي امارت پر ضد منفي تبلیغات کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه