Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: د افغانستان د اقتصاد ژوندي کول مهم دي

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پر مالي معاملاتو د محدودیتونو له لېرې کولو یوه ورځ وروسته د هېواد د اقتصاد پر احیا ټينګار کوي او د افغانستان د اقتصاد وده په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره مهم ګڼي.

سپېنې ماڼۍ په خپله اعلامیه کې وایي،چې امریکايي چارواکي هڅه کوي،چې په افغانستان کې د سوداګریزو  او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې خنډ رامنځته نه شي.
 
د سپېنې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي:«د بشري ناورین د لا جدي کېدو د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د افغانستان اقتصاد بیرته احیا شي. په وروستیو میاشتو کې د بایډن د ادارې یوه د پام وړ برخه نه یوازې دا وه،چې بشري مرستو ته د افغانانو له لاسرسي ډاډ ترلاسه شي، بلکې د منظمو سوداګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د هغوی د وړتیاوو لوړول هم ورته د پاموړ مساله وه.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هیله کېږي هغه ټول محدویتونه او خنډونه چې د افغانستان پر پانګې او سوداګرۍ لګول شوي دي باید هغه موانع لېرې شي او د ډپيلماټيکو اړیکو لپاره زمینه مساعده شي.»

بل خوا د سره صلیب د نړۍوالې کمټې رییس کابل ته تر سفر وروسته په هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
 
د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس رابرټ ماردیني څرګندوي:«تمویلوونکو ته زما  پيغام دا دی چې د افغانسان د اقتصاد د پیاوړتیا او د عامه خدمتونو د له منځه تلو د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره اقدام وکړي.»

سره له دې چې پر افغانستاان د امریکا مالي محدودیتونه تر یوه بریده کم شوي دي، خو په ډاګه کړې یې ده،چې د هېواد پر حکومت به یې بندیزونه دوام ومومي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه