Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان په دوشي کې د خلکو له لوري ديوه پل د جوړولو چارې پيل شوې

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د کندز پر سیند د یوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې. د بغلان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دې پله په جوړېدو څه باندې ۲۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې خلک یې ورکوي.

د دوی په خبره، د دې پله جوړول به له شپږو تر اتو میاشتو پورې وخت ونیسي.

د بغلان والي قاري بختیار معاذ وویل: «موږ خوښ یوو چې د دوشي ولسوالۍ شاوخوا پنځه زره کورنۍ او یو زیات شمېر کلي به د دې پله له لارې له عامه لارې سره ونښلول شي.»

دا پل به شپیته مټره اوږدوالی او پنځه مټره پلنوالی ولري.

د بغلان سيمه‌ييزو چارواکو زياته کړه، د ياد پل د جوړېدو چارې به د چارواکو له‌خوا څارل کېږي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس اسدالله مصطفی هاشمي وويل: «د دې ولايت مشرتابه هر هغه څه ته ژمن دی چې د خلکو د ښېګڼې لپاره وي.»

بل‌خوا د دې پله د جوړېدو لګښت د ځايي خلکو له‌خوا ورکول کېږي.

يو قومي مشر اسلم وويل: «د دې پل پیسې موږ د خپلو لښګتونو پر بنسټ او له هغه مسافرو چې له هېواده بهر اوسېږي، غوښتي او د یوه قومي یووالي له مخې له مخې دا لګښت ورکوو.»

قومي مشر استاد جان په دې اړه وويل: «موږ له ٢٥٠ کلونو راهيسې ډېرې ستونزې لرو او هيچا راته پاملرنه نه‌ده کړې.»

د دوشي ولسوالۍ قومي مشران وايي، د پله په جوړېدو سره به د شاوخوا پنځه زره کورنیو ستونزې هوارې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه