Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې هوکړه لیک؛ د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پایلې څه وې؟

د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت تر منځ د دوحې هوکړه لیک د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه کله چې ډانالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر و، د امریکا د پخواني ځانګړي استازي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

دغې موافقې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زنګ وکړنګاوه او بالاخره یې د جمهوري نظام جرړې و ایستې.

د شنونکي په باور د دغه هوکړه لیک لاسلیک کېدو د اسلامي امارت د بیا راتګ لاره هواره کړه.

پخوانۍ ډېپلوماټه شکریه بارکرزۍ وايي:«د دوحې هوکړه لیک او د هغه تاریخ لکه څرنګه چې د افغانستان د خلکو لپاره یو درناکه تاریخ دی، د طالبانو لپاره داسې تاریخ دی چې کولای شي له هغې نېټې خپله بریا حساب کړي.»

په قطر کې د اسلامي امارت د ساسي دفتر رییس په یوه ټویټ کې د نوي دولت په رسمیت نه پېژندل او د امریکا له تور نوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو نه لېرې کېدل د دغه هوکړه لیک د ژمنو پر خلاف چارې ګني.

د اسلامي امارت جګپوړي غړی انس حقاني هم په دې باور دی، چې د دغې هوکړې په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو ته لار هواره کړه.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي:«د دغه هوکړه لیک کلیات عملي شوي دي د هغه ځينې برخې تراوسه عملي شوې نه دي، لکه له تور نوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو ایستل او همدارنګه له اسلامي نظام سره چې جوړ شوی دی د همکارۍ او اړیکو رامنځته کېدل، له دغه نظام سره تراوسه عملي شوي نه دي، سترګې په لار یوو چې دا هم عملي شي.»

له افغانستانه په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پېلېدل، دایمي اوربند او د امریکا او د متحدانو پر وړاندې یې د افغانستان د خاوري نه کارول کېدل د دغه هوکړه لیک مهمې برخې وې.

د دوحې په هوکړه لیک کې محوري مسایل:«د امریکا متحده ایالتونو او متحدانو پر وړاندې یې د نړیوالو ترهګرو ډلو له لوري د افغانستان د خاورې د نه کارولو تضمین، له افغانستانه د امریکا او نړیوال ایتلاف د ځواکونو د وتلو مهالوېش، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو او مذاکراتو په پایله کې پر یوې سیاسي هوکړې سلا کېدل، پراخ او دایمي اوربند.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وویل:«دا ټول په یو بل پورې اړه لري او ما ویلي چې پر هېڅ څېز هوکړه نه کېږي، تر هغې چې پر ټولو شیانو موافقت نه وي.»

خو د دغه هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته، دایمي اوربند چې د دغې موافقې مهمه برخه وه، ونه شو او د افغانانو ترمنځ خبرې هم ناکامې شوې.

خو د افغانستان لپاره د دغه هوکړه لیک پایلې څه وې؟

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر اسحاق ګیلاني وویل:«امریکایانو هڅه کولو چې په یو ډول د افغانستان له شره ځان خلاص کړي، خو هېڅ وخت یې د افغانستان د ملت او د افغانستان حیثیت ته فکر ونه کړ، له همدې امله ده چې له بدبختۍ پرېه بله څه نه ډالۍ کوي.»

له دې ټولو سره سره، اسلامي امارت د دوحې د موافقې د لاسلیک کېدو د دویمې کالیزې په مناسبت یوې خپره کړې، اعلامیه کې وایي،چې اوسمهال افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی او له افغانستان سره یې د نړۍ د هېوادونو د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه