نړۍوال بانک داسې یوه طرحه تایید کړې ده چې د هغه پر بنسټ به د افغانستان د بیارغونې له صندوقه یو مېلیارد ډالر په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.
رویټرز د نړیوال بانک په حواله ویلي چې دا پیسې به د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه د ملګرو ملتونو د ادارو او نړیوالو غیردولتي موسسو له لارې د مرستو په بڼه ولګول شي.
دا پیسې باید د پوهنې، کرنې، روغتیا او کورنیو پروګرامونو کې ولګول شي.
نړیوال بانک وايي چې د دې کړنلارې موخه د بنسټیزو خدمتونو چمتو کول، د زیان منونکو افغانانو ساتنه، د بشري پانګې او کلیدي اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو په ساتلو کې مرسته کول او د راتلونکو بشري مرستو اړتیا کمول دي.
نړیوال بانک زیاته کړه چې په لومړي ګام کې به د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه د شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو په اړه پریکړه وکړي چې د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د بیړنیو اړتیاوو او همدارنګه د ټولنې د معیشت د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي.
تمه ده چې نړیوال بانک به په راتلونکو اونیو کې د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه د تمویل کوونکو په مرسته د دغو پروژو د بودیجې تخصیص وروستی کړي.
په دې اړه مو اندونه