Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چاووش اوغلو: ا.ا دې د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اسلامي امارت باید د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

مولود چاووش اوغلو د انټالیا د ډيپلوماسۍ د مجمع له پای ته رسېدو وروسته، په یوې خبري غونډه کې اعلان کې وویل چې د افغانستان له نوي حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو څرنګوالی د دې مجمع یو له مهمو بحثونو و. 

له دې سره جوخت هغه وویل چې کابل باید دغې موخې ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي، چاووش اوغلو ټینګار وکړ،چې سرپرست حکومت ډېر مثبت پیغامونه او بیانیې ورکړې دي، خو تر اوسه په عملي توګه کوم کار نه دی شوی.
    
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګندوي:«موږ د هغوی د رسمیت پېژندنې لپاره بېړه نه لرو، ځکه موږ هم د نورو هېوادونو په څېر اړتیا لرو، وګورو چې د پاموړ ګامونه پورته کېږي.»

د آنټالیا د ډېپلوماسۍ مجمع په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان یوه پلاوي ګډون وکړ او د افغانستان د وضعیت او د اسلامي امارت د بېرته راتګ تصویر یې وړاندې کړ او له افغانستان سره یې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړ.

 ښاغلي متقي دغه راز د دې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم په جلاجلا توګه وکتل.
         
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«دغه غونډې زموږ په ګټه دي، د افهام او تفهیم او اعتماد او بارو د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کېږي چې د رسمیت پېژندلو لامل به شي.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی سید جواد سجادي هم څرګنده کړه:«داسې ښکاري چې نړۍوالې غونډې د کورنیو ستونزو له حل پرته د پام وړ لاسته راوړنې نه دي لرلي.»

د انټالیا د مجمع د ډيپلوماسۍ دویمه مجمع د اوکرایین پرمحوریت جوړه شوه، چې د افغانستان په تړاو هم په کې خبرې وشوې. دغه غونډه چې د اسلامي امارت د استازو په ګدون د نږدې اویاوو هېوادونو استازو په کې ګډون درلود، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه