د کب ۲۲مه د عبدالعلي مزاري له اوو ویشتم تلین سره سمون لري. او دغه ورځ د نوموړي د پلویانو له خوا ولمانځل شوه.
د عبدالعلي مزاري پلویانو په کابل کې په دې غونډه کې دغه ورځ ولمانځل. دوی وايي چې عبدالعلي مزاري پر وطن مین او سوله غوښټونکی و.
د عبدالعلي مزاري پلویانو په دغو مراسمو کې له اسلامي امارته غواړي چې د ملت او هویت پر جوړونه کار وکړي څو ټول هېوادوال خپل ځانونه د افغان په نوم یوه هویت کې وویني.
د عدالت او پراختیا ګوند مشر جواد حسیني څرګندوي:«د افغانستان له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې پر ملت جوړونې او یوه ملي هویت جوړونې کار وکړي ترڅو زموږ پښتون، زموږ هزاره، زموږ تاجیک، ازبیک، زموږ سادات او ټول هغه قومونه چې په دغه هېواد کې ژوند کوي د یوه هویت په چوکاټ کې د افغانانو په نامه وویني او دا چاره په شعار نه کېږي.»
د عبدالعلي مزاري پلویان وایي، هغه هېواد کې دایمي سوله او عدالت غوښت او دوی به یې هم لاره تعقیب کړي.
د عدالت او پراختیا ګوند د سیاسي کمېټې رییس سخي بهزاد وايي:«د شهید مزاري یوه ځانګړنه دا وه هغه څه چې یې ویل پرې عمل یې کاوه، څرنګه یې چې شعار ورکاوه چې ښځې د ټولنې نیم بدن دی د وحدت په ګوند کې یې د ښځو د کمېتې په نامه یوه کمېټه جوړه کړه او تل یې غږ د عدالت غوښتنې او برابرۍ غږ وو.»
عبدالحکیم حکمتیار هم څرګندوي:«هغه خلک له عدالته بې برخې او عدالت یې له عدالت څخه مظلوم موندلی و. مزاري د عبدالت لپاره هڅه کړې او د عبدالت لپاره له هر څه تېر شوی دی.»
عبدالعلي مزاري اوه ویشت کاله وړاندې د ۱۳۷۳ لمریز کال د کب په دوه ویشتمه ووژل شو.
په دې اړه مو اندونه