فضل محمد صابر د بهرنیو چارو وزارت له لوري په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د ښاغلي صابر د پېژندې په مراسمو کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګډون کړی وو او له هغې وروسته یې په رسمي توګه خپل کار پیل کړی دی.
اسلامي امارت د ځینو هېوادونو له لوري د افغان ډېپلوماټانو منل کېدل د سرپرست حکومت د ډېپلوماټيکو اړیکو پیلامه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیا بلال کریمي په دې اړه وايي: «له ډېرو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې روانې دي او شته. تمه ده چې دا لړۍ نوره هم پیاوړې شي، څو له نورو هېوادونو سره هم د ښه تعامل شاهدان واوسو.»
کابل تر دې مخکې په پاکستان کې هم د افغانستان د سفارت لپاره سفیر ګومارلی و، خو د اوو میاشتو په تېرېدو سره د پاکستان او ترکمنستان په ګډون دغه سرپرست حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
له بل لوري په ځینو هېوادونو کې چې د افغانستان د سفارت کارکوونکي له اسلامي امارت سره اړیکې نهلري؛ د مالي فشارونو له ډېروالي او د کونسلۍ چارو له راکمېدو شکایت لري.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار په دې اړه وايي: «دا په دې مانا ده چې د افغانستان اسلامي امارت ورو-ورو له سیاسي ګوښه کېدو څخه وځي.»
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «په وروستیو کې د سیمې ډېری هېوادونه په تېره زموږ ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې اسلامي امارت سره سیاسي او ډېپلوماټيکې اړیکې ښې کړي.»
سرپرست حکومت په داسې مهال په عشقاباد کې د افغانستان سفارت ته سفیر ورپېژني چې دوه ورځې مخکې په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې.
په دې اړه مو اندونه