Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د ګرځندویانو او بهرني خبریالانو د راتګ نسبي زیاتوالی

ځینې خبریالان وايي چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د بهرنیو خبریالانو او ګرځندویانو تګ راتګ زیات شوی دی.

د هغوی په وینا، هېواد ته د بهرنیو خبریالانو د تګ راتګ له زیاتېدو سره، افغان خبریالانو ته په ځانګړې توګه د ژباړې په برخه کې د کار زمینه برابرېږي.

د لاتینې امریکا او چلي هېوادونو دوه خبریالان روبیر توکوکس او ماروسپارټن د مستند جوړولو لپاره افغانستان ته راغلي دي. دغه خبریالان چې کندهار ولایت ته تللي دي وایي، چې د مخکیني حکومت تر سقوط او د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته افغانستان ته د نړۍوالو پاملرنه زیاته شوې ده.
 
د بهرني خبریال مارو سپارټن وویل:«تر دې وړاندې افغانستان ته راتګ ته ډېر اندېښمن وم خو اوس د راحتۍ احساس  کوم.»

همدارنګه بل بهرنی خبریال روبېرټو کوکس هم څرګندوي:«نړۍ غواړي وپوهېږي چې اوس مهال په افغانستان کې څه تېرېږي له همدې امله ډېر بهرني خبریالان لېواله دي چې افغانستان ته راشي.»

پر بهرنیو خبریالانو سربېره یو هالنډی ګرځندوی هم تازه افغانستان ته راغلی دی څو د اسلام او د افغانستان د کلتور په تړاو څېړنه وکړي.

هالنډی څېړونکی روبرټ وان وايي:«زه د پغمبر «ص»د آثارو لکه خرقې، وېښتانو او جامو په تړاو کتاب لیکم. یو ډېره مهمه خرقه چې پیغمبر «ص» د معراج په پېښه کې اغوستې وه، او ښایي د اسلامي نړۍ یو له مهمو آثارو وي، په کندهار کېده چې د خرقې شریفې په نوم یادېږي»

روبرټ واڼ افغانستان د څېړنې لپاره مناسب ګڼي خو ګرځندویانو ته د وضعیت پر نامناسب وضعیت اندېښمن دی. هغه زیاتوي:««فکرکوم چې څېړنه په بشپړه توګه د امکان وړ ده، خو د ګرځندویۍ لپاره لا تراوسه وخت مناسب نه دی.»
 
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس نور احمد سعید وویل:«دوی ولسوالیو ته هم سفر کړی دی او په خوندي توګه د ولایت مرکز ته راستانه شوي دي.»

دغه  څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې یو بل کاناډایي ګرځندوی فرانسوا فرادیس له کمې وېرې پرته د هېواد اتلسو ولایتونو ته سفر وکړ. اوس افغانستان د ګرځندویانو لپاره خوندي ګڼل کېږي.

د لاتینې امریکا او چلي هېوادونو دوه خبریالان روبیر توکوکس او ماروسپارټن د مستند جوړولو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه