Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: ۱۳ مېلیونه ماشومان د نړۍ جدي مرستې ته اړتیا لري

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د اړیکو رییس یو ځل بیا افغانستان د ماشومانو لپاره ډېر ننګونکی هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې، دمګړۍ په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۳ مېلیونه ماشومان په جدي توګه د نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د یونېسف رییسه سامانتا مورت وايي:«
 افغانستان د ماشومانو لپاره ډېر ننګونکی هېواد وو او دی. په دغه هېواد کې ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي؛ ځکه ۱۳ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۴ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته له تګه محرومه دي. موږ په افغانستان کې د ښو کارونو ترسره کولو ته اړتیا لرو.» 

د ماشومانو له حقونو دغه مدافع بنسټ زیاتوي، په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۲ مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه یې له دغو پیسو یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه کړي دي.

اغلې مورت زیاتوي:«اړتیاوې ډېرې دي. له هغو د ملاتړ لپاره یونېسف د تېر کال په ډسمبر کې په خپل ۷۵ کلن تاریخ کې له ماشومانو او د هغو د کورنیو د ملاتړ لپاره د مرستو د تر ټولو لویې غوښتنې په تړاو چې، ۲ مېلیارده ډالر کېږي خپل غږ پورته کړ.
تر اوسه مو له دغو پیسو یوازې ۱۷ سلنه راټولې کړي او موږ له خپلو ملاتړو غواړو چې، ژر تر ژره دغه پیسې زموږ په واک راکړي.»

زینب او احمد سره ورور او خور دي او بې وزلۍ اړ کړي چې، زده کړو ته شا کړي او خپلې لس کسیزې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

احمد غواړي په راتلونکې کې ډاکټر شي؛ څو په وړیا توګه د خپلې مور په څېر چې، اوس د ناروغۍ پر بستر پرته ده، د ناروغانو درملنه وکړي.

کارګر ماشوم احمد وايي:«د قلم او کتابچې پیسې نه لرم چې زه ښوونځي ته ولاړ شم، زه کار کوم ترڅو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړم. د پلار لاس مې معیوبه دی او کار نه شي کولای.»

کارګره ماشومه زینب هم زیاتوي:«ځينې شپې وږي ویدي کېږو، د خپلې ډوډۍ د خوړلو پیسې نه لرو.»

د ماشومانو د حقونو مدافع  بنسټونه په داسې حال کې د افغان ماشومانو د بد وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې چې، د یونېسف د راپورونو پر بنسټ، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو او اقتصادي ناورین سره سم، په افغانستان کې د کاګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه