Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو لېسو د تړل کېدو په اړه نړیوال غبرګونونه

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدلو په اړه د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، د ناروې د کډوالو شورا او نورو نړیوالو سازمانونو غبرګونونه څرګند کړي.

د پوهنې وزارت د مخکیني اعلان او د اسلامي امارت د مسوولانو خبرتیا له مخې ټاکل شوې وه چې نن په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شي، خو نن له شپږم ټولګي پورته ښځينه زده‌کوونکو ته ټولګي اجازه ور ‌نه‌کړل شوه چې ښوونځیو ته دننه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادراې (یوناما) پر دې پرېکړې خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما په ټویټر پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو له‌خوا د نن ورځې خپور شوي اعلان په اړه چې له مخې یې د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو ښځینه زده‌کوونکو باندې بندیز غځولی دی، خواشیني څرګندوي.»

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیر ایان مک‌کاري او د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوټزل هم اندېښنه ښودلې چې نجونې به له ښوونځیو محرومې شي.

اغلې امیري ټویټ کړی چې د لېسو تړل کېدل «نه یوازې د طالبانو پر ژمنو باور کمزوری کوي؛ بلکې د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې لپاره د کورنیو هیلې هم زیانمنوي.»

مک‌کاري هم دا پرېکړه ناهیلې کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له پخوانیو ژمنو او خبرتیاوو سره په ټکر کې ده.

پوټزیل هم د نجونو د لېسو د تړلو کېدو په غبرګون کې د یوه ټویټ له لارې ویلي: «دا اقدام نه یوازې د افغان نجونو هیلو ته زیان رسوي؛ بلکې د نجونو د زده‌کړو په اړه د اسلامي امارت له پخوانیو بیانیو سره ټکر لري.»

د ناروې د کډوالو شورا پر اسلامي امارت غږ کړی چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او ټول ښوونځي بېرته پرانیزي.

دې شورا په یوه بیان کې زیاته کړې: «هیله لرو چې د پوهنې وزارت له‌خوا د اندیښنې وړ اعلان په اړه بیاکتنه وشي. موږ د طالبانو له حکومته تمه لرو چې په ټول هېواد کې ټولو نجونو او هلکانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده کړې بیا پیل کړي.»

د بشر حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم په ټویټونو کې ویلي، زده‌کړو ته لاسرسی د هر وګړي اساسي حق دی او باید په افغانستان کې نجونې له دې حقه بې‌برخې نه‌شي.

دې بنسټونه پر اسلامي امارت غږ کوي چې ټولو ښځینه زده‌کوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه