Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رویا محبوب د دوحې انجمن د ۲۰۲۲ کال د جایزې ګټوونکې شوه

د افغانستان د روباټ جوړونکو ډلې بنسټ اېښودونکې او مشره رویا محبوب د دوحې د انجمن کلنۍ جایزې ګټوونکې شوه. 

دغه انجمن د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي دي چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني رویا محبوب یې د دغې جایزې ګټوونکې اعلان کړه.

د افغانستان د نجونو د روباټيک ډلې بنسټګرې او مشرې د  دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر د امیر له لوري د دوحه - فورم د ۲۰۲۲ زیږدیز کال جایزه ترلاسه کړه.

د دوحې د ټولنې یا دوحه - فورم کلنۍ جایزه هر کال هغوکسانو او یا سازمانونو ته ورکول کیږي،چې د ټولنې په بدلون کې یې ښې بریاوې ولري او یا هم په خپلو کارونو کې نوښتګر وي.

د افغان روباټیکو نجونو د ډلې مشره رویا محبوب وايي:«ډېره خوشحاله یم چې دغه جایزه مې ترلاسه کړه.»

د دغه پروګرام په څنډه کې افغان روباټيکو نجونو د خپلو نویو کارونو ننداره هم وړاندې کړه.

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمنی استازي جاسپرویک د رویا محبوب له لوري د دغې جایزې د ترلاسه کولو په تړاو مبارکې ویلي دي،او زیاته کړې یې ده،چې دغه کار په داسې حال کې د پیاوړتیا یوه نښه ده چې د  افغانستان نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه