Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملابرادر:افغانستان به د نورو هېوادونو له مرستو سره پرمختګ ونه کړي

د بزګر د جشن په مراسمو کې د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو شپږویشتم نندارتون پرانیستل شو. 

په دغه نندارتون کې د بېلابېلو ولایتونو کروندګرو ګډون کړی و او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړل.

د رییس الوزرا لومړي مرستیال په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې افغانستان به د نورو هېوادونو له مرستو سره پرمختګ ونه کړي او دا مرستې یوازې د لنډې مودې لپاره د هېواد اړتیاوې پوره کوي.

ښاغلي برادر ټینګار وکړ چې د کرنې د ودې لپاره به په نږدې ورځوکې یوه ملي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
     
د رییس الوزرا لومړی مرستیال عبدالغني برادر وايي:«نه میاشت او نه هم اوونۍ وخت نیسي ډېر ژر به په راتلوونکو ورځو کې دغه ملي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او شونې ده چې له دغې پروژې نیم افغانستان برخمن شي.»

ملا عبدالغني برادر له وزارتونو غواړي، چې د نورو هېوادونو د مرستو په انتظار پاتې نه شي او د هېواد د پرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې.
 
ښاغلي برادر وویل: «افغانستان د مرستو له لارې پرمختګ نه شي کولای؛ د لنډې مودې لپاره اړتیاوې پوره کوي نه د اوږدې مودې لپاره، موږ باید د هېواد د پرمختګ لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړو.»

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره دغه نندارتون مهم بولي او وایي چې دغه وزارت له کرنیزو ځمکو نه د غاصبانو لاسونه لنډ کړي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد څرګندوي:«په زرګونه هکټاره ځمکه له غاصبانو بېرته راګرځول شوې ده.»

د بادام باغ د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ښځو خپل لاسي صنایع تر ۵۰ په زیاتو هټیو کې نندارې ته ایښې دي.

یو له دغو مېرمنو فرشته هاشمي وايي:«زموږ تجارت ډېر خراب شوی، ډيوالي شوی، هیله ده چې دغه نندارتون زموږ په ګټه پرېوځي.»

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ۷۵ سلنه هېوادوال په تېره بیا د کلیوالو سیمو اوسېدونکې پر کرکېله او مالدارۍ بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه