Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د م.م سازمان د اقتصادي پروګرامونو لپاره ۵۰ مېلیون ډالره مرسته کوي

د ملګرو متلونو د پراختیايي پروګرام یو جګ پوړی چارواکی د هېواد په شمال کې د اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو لپاره د دغه سازمان له خوا د ۵۰ مېلیونه ډالرو مرستو خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دغه جګپوړی چارواکی اخیم نشټاینر چې مزارشریف ته تللی دی، وايي چې د دې سربېره دغه سازمان د هېوادوالو په تېره بیا د سوداګرو مېرمنو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره به یو نیم مېلیون ډالر مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام سرمنشي اخیم نشتاینر وویل:«موږ نن همدلته یوو ترڅو هغه هوکړه لیک ولمانځو چې موږ په دې وروستیو کې د رېلیف اسلامیک له موسسې سره لاسلیک کړی دی. په دغه هوکړه لیک کې یو نیم مېلیون ډالر شاملېږي موږ سره یوځای په هغو فعالیتونو کې پانګونه کوو چې ما مخکې تشریح کړې، چې د افغانستان وګړي او مېرمنې تر پوښښ لاندې راولو.»

بل خوا دلته د مزارشریف په یوه هوټل کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
 
په بلخ کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوووله شکیبا شکیب وايي:«هغه ښځې چې کار ځایونه یې فعال وو او توانېدلي وو چې کار وکړي، دا موږ نن نندارې ته وړاندې کړل او کولای شوو چې هغوی وهڅوو چې خپلو کارونو ته رسیده ګي وکړي او په راتلوونکي کې ورته کاري پروګرامونه ولرو.»

په دغه نندارتون کې د فاریاب، سرپل، جورجان، سمنګان او بلخ ولایتونو اتیا ښځو ګډون کړی دی.

نصیره بهرام په دې هکله وايي:«زموږ بازار موندنه هم کېږي، پېرودونکي هم راځي او ګوري. هغه کسان چې اړتیا لري، لکه د خوراکه توکو پلورونکي هم کولای شي راشي او وګوري او له موږ سره تړون وکړي.»

دغه مېرمن د فاریاب له مرکز مېمنې ښار نه مزارشریف ته راغلې ده. دا چې په مېمنې کې د جامو کارو بار کوي، د دغه نندارتون پر جوړېدو خوښه ده.
 
نوریه نوري څرګندوي:«موږ درې الی څلور میاشتې بې کاره پاتې شوو، خپله هیله مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړې وه، د خدای شکر په ځای کوم چې بیا یې زموږ کار سر کړ او خپل فعالیت ته دوام ورکوو.»

د دغه نندارتون ګډونوال په دې بارو دي،چې د دغه راز نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ودې لامل کیږي او باید ورته نور پروګرامونه هم جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه