Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د اقتصاد پر ژوندي کېدو (احیا) د م.م سازمان ټیګار

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو د حل لپاره اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د اقتصاد د ژوندي کېدو په پار پانګونه وشي.

د دغه سازمان د پراخیتایي پروام مدیر چې کابل ته راغلی دی، په یوې غونډه کې وایي، چې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره اړتیا ده،چې د افغانستان د اقتصاد پر احیا پانګونه وشي.

نوموړی همدارنګه ګواښ کوي که چېرې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو مخنیوی ونه شي د روان زیږدیز کال تر پایه به کابو ۹۰ سلنه افغان وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې راشي.
            
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مدیر آخیم اشتاینر وايي: «موږ باید له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې، پاملرنه، لېوالتیا او ژمنه وساتو، څو په دې حساس وخت کې بشري مرستې چې د انسانانو د ژغورنې لپاره ډېرې مهمې دې برابرې کړو. په افغانستان کې پر ننګونو د غور لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان د اقتصاد پر احیا پانګونه وشي. یعنې خلک باید وکړای شي عاید ترلاسه کړي، خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي او د خپلو لګښتونو د ورکړې توان ولري»

بل خوا خصوصي سکټور وایي، چې د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي سره یې په یوې غونډه کې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د رسېده ګۍ پرڅرنګوالي خبرې کړې دي.
              
د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمین زاده څرګندوي:«نن لومړنۍ غونډه وه هیله لرو چې له دې وروسته هغه تېروتنې چې په تېر کې شوې وې تکرار نه شي، موږ د یو ورځنیو او دوه ورځنیو پروژو مثلا یو بوجۍ غنمو ته اړتیا نه لرو.»

بلخوا د افغانستان د خپلواکو ژرونالېستانو د ټولنې مسوول حجت الله مجددي وايي:«د UNDP تمرکز له خصوصي سکټوره ملاتړ ته و او همدارنګه پر ازادي بیان محدودیتونو او د رسنیو په مالي ستونزو هم خبرې وشوې.»

له دې ټولو سره سره، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، که چېرې په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت غور ونه شي، د روان زیږدیز کال تر پایه به نږدې ۹۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه