Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو غبرګون کې د نړیوال بانک ۴ پروژو ځنډېدل

نړیوال بانک په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د پرېکړې په غبرګون کې په افغانستان کې د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو پلي کول ځنډولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له‌ مخې، نړیوال بانک له زده‌کړو د نجونو د بې‌برخې کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

دا پروژې د نړیوال بانک په رهبرۍ د افغانستان بیارغونې صندوق له لورې تمویلېدلې چې په دې کې د کرنې، زده‌کړو، روغتیا او د کورنیو د معشیت اړوند پروژې شاملې دي. له دې پروژو اصلي موخه دا ده چې په افغانستان کې ښځې او نجونو خدماتو ته برابر لاسرسی ولري.

نړیوال بانک ویلي، که په دې اړه د وړاندیز شويو شرایطو د منلو په اړه ډاډ تر لاسه کړي، تمویل کوونکو ته به وړاندیز وکړي چې دا پروژې له سره پیل کړي. د بانک په وینا، دا پروژې به هغه وخت د تایید لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکو ته وړاندې شي چې «نړیوال بانک او نړیوال شریکان یې د وضعیت په اړه ښه پوهاوی ولري او ډاډ تر لاسه کړي چې د دې پروژو موخې پوره کېدای شي.»

د مارچ په لومړۍ نېټه، د نړیوال بانک اجرایوي بورډ له دې صندوق څخه په افغانستان کې د یو میلیارد ډالرو مرستې د کارولو پلان تصویب کړ. د دې پیسو له ازادولو یوه موخه په افغانستان کې له نجونو او ښځو ملاتړ یاد شوی دی.

ورته مهال په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه څرګند شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیانیې له لارې په افغانستان کې د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

بل‌پلو اروپايي ټولنې ویلي، که پر دې پرېکړې له سره غور و نه‌شي، دا به له اسلامي امارت سره د دې ټولنې د باور جوړونې او تعامل برخو کې پراخې پایلې ولري.

په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د پراختیا برنامې مدیر اخیم شتاینر کابل ته د سفر پر مهال هم د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې وه. هغه زیاته کړې، د ښوونځیو تړل کېدل له اسلامي امارت سره د نړۍ په تعامل منفي اغېز کولای شي چې په پایله کې به د کړکېچ لامل وګرځي.

نوموړي اسلامي امارت ته په خطاب کې ویلي: «که چېرې تخنيکي ستونزې وي او د نجونو لېسې تېره اوونۍ د همدې ستونزو له امله بېرته خلاصې نه‌شوې؛ مهرباني وکړئ موږ ته یې په ډاګه کړئ. موږ په افغانستان کې د دا ډول ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوو.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه