Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژنو ناستې درشل کې افغانستان سره د برېټانیې۳۷۴مېلیون ډالري مرسته

برېټانیا اعلان کړی دی چې له افغانستان سره د خوراکي توکو او د بیړني روغتیايي ملاتړ لپاره ۳۷۴ مېلیون ډالره مرسته کوي.

برېټانیې په داسې حال کې دغه مرستندویه کڅوړه اعلان کړې ده چې ټاکل شوې ده سبا د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو لپاره یوه مجازي غونډه جوړه شي. برېټانیا به یو له جوړونکو هېوادونو وي.

د برېټانیا د بهرنیو چاررو وزیر لېز ټروس ویلي دي:«برېټانیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د هېوادونو د راټولولو په حال کې دي چې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیايي تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې هڅې کوي. موږ له خپلو شریکانو سره کولای شو چې له افغانستان سره د مرستې په برخه کې ډېر څه ترسره کړو او دا کار به وکړو.»

بلخوا ټاکل شوې ده سبا د ملګرو ملتونو سازنان، قطر، برېټانیا او المان په کوربتوب افغانستان ته د څلور اعشاریه څلور مېلیارد ډالرو د راغونډولو لپاره یوه مجازي غونډه جوړه شي.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرش په مشرۍ جوړېږي.

ټاکل شوې ده سبا د ملګرو ملتونو سازنان، قطر، برېټانیا او المان په کوربتوب افغانستان ته د څلور اعشاریه څلور مېلیارد ډالرو د راغونډولو لپاره یوه مجازي غونډه جوړه شي.

Thumbnail

برېټانیا اعلان کړی دی چې له افغانستان سره د خوراکي توکو او د بیړني روغتیايي ملاتړ لپاره ۳۷۴ مېلیون ډالره مرسته کوي.

برېټانیې په داسې حال کې دغه مرستندویه کڅوړه اعلان کړې ده چې ټاکل شوې ده سبا د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو لپاره یوه مجازي غونډه جوړه شي. برېټانیا به یو له جوړونکو هېوادونو وي.

د برېټانیا د بهرنیو چاررو وزیر لېز ټروس ویلي دي:«برېټانیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د هېوادونو د راټولولو په حال کې دي چې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیايي تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې هڅې کوي. موږ له خپلو شریکانو سره کولای شو چې له افغانستان سره د مرستې په برخه کې ډېر څه ترسره کړو او دا کار به وکړو.»

بلخوا ټاکل شوې ده سبا د ملګرو ملتونو سازنان، قطر، برېټانیا او المان په کوربتوب افغانستان ته د څلور اعشاریه څلور مېلیارد ډالرو د راغونډولو لپاره یوه مجازي غونډه جوړه شي.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرش په مشرۍ جوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه