په کابل کې یوه ډله ښځو یو ځل بیا په امریکا کې د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو له امله اعتراض وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو پیسې بېرته هېواد ته راوګرځوي.
دا لاریون د کابل شهر نو له پارکه پیل او په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر دروازې پورې پایته ورسېده.
مدني فعاله خاطره دروېشي سادات وايي: «موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو دا غوښتنه کوو چې امریکا تر خپلو سترو بندیزونو لاندې ونیسي، څو د افغانستان کنګل شوې پیسې او شمتۍ بېرته راخلاصې شي.»
معترضه خدیجه وايي: «موږ غواړ چې امریکا زموږ پیسې ازادې کړي، زموږ اولادونه وږي دي.»
د سیتا په نوم یوه کوچنۍ وايي: «له موږ سره مرسته وکړي چې له دې مجبورۍ نه ووځو. سهار چې راغلې یم، تر اوسه پورې مې لس روپۍ کار نهدی کړی.»
له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې امریکا په بېلابېلو پلمو افغانستان ته د دې هېواد د شتمنیو د رالېږدولو مخه نیسي.
د اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «ځینې کسان شته چې پلمې کوي او نه غواړي، خو که په افغانستان کې سیاسي وضعیت خلکو ته د منلو وړ نهوي، دا هم یوه پلمه نیسي چې دا پیسې به په افغانستان کې چا ته ورکوي.»
په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته امریکا د افغانستان ټولې شتمنۍ کنګل کړې، خو د روان زېږیز کال د فبرورۍ پر یولسمه د امریکا ولسمشر داسې یو فرمان لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې د افغانستان له شتمنیو ۳ نیم مېلیارډ ډالره یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ازادې او پاتې ۳ نیم مېلیارډه نور یې د سپټمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي شي.
په دې اړه مو اندونه