Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د ا.ا مشرتابه پرېکړې پورې تړاو لري'

د پوهنې وزارت وايي چې د نجونو د متوسطې او لېسې ښوونځیو پرانیستو مسله د اسلامي امارت د مشرتابه له واکونو څخه دي.

دغه وزارت زیاتوي که چېرې د اسلامي امارت مشرتابه د ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه وکړي، دغه وزارت چمتو دی چې ټول ښوونځي پرانیزي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي:«له اومه تر دولسم ټولګیه د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د اسلامي امارت د مشرتابه له واکونو څخه دي. هر کله چې د اسلامي امارت مشرتابه د پرانیستو حکم وکړي، د پوهنې وزارت چمتو دی چې په هماغه ورځ د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.»

د نړۍوالو غبرګونونو په لړکې د بښنې نړۍوال سازمان او ملګري ملتونه په افغانسان کې د نجونو د متوسطو او لېسو پر تړل کېدو اندېښنه څرګندوي او وایي، چې دغه کار د هېواد ټولې برخې زیانمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وویل:«د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ په داسې ډول دی، چې ماشومان له لوږې او ټولنه له بې وزلۍ ژغوري.
زه په ژوره توګه خواشینی یم، چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کړې ځنډول شوې دي. دا د مساویانه حقونو نه توجیه کېدونکی نقض دی، چې ټول هېواد ته زیان رسوي.»

په وروستیو ورځو کې بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو په افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د مخکیني حکومت ځینو چارواکو او دغه راز دیني عالمان په جلا جلا اعلامیو کې له اسلامي امارته غوښتي ، چې د نجونو متوسطې او لېسې پرانېزي.

ټاکل شوې وه، چې اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانېزې، خو د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري دغه کار تر بلې خبرتیا پورې ځنډېدلی دی.

د پوهنې وزارت وایي،چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه حکم ته انتظار دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه