Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسلمیار: ا.ا باید له خپلو مخالفینو سره د خبرو لار خپله کړي

د مشرانو جرګې مخکینی رییس فضل هادي مسلمیار وايي چې په هېواد کې د جګړې د پای لپاره اسلامي امارت باید له خپلو مخالفینو سره د خبرو لار خپله کړي. د هغه په وینا، خلک د جګړې له دوامه ستومانه شوي دي.

ښاغلي مسلمیار وویل:«له خپلو وسله والو مخالفینو سره که څه هم کم دي چې د ملي مقاومت په نامه یادېږي، له هغوی سره تفاهم وکړي او سره کېنني، مذاکره وکړي. له جګړې څه نه جوړېږي.»

ښاغلی مسلمیار له څه باندې شل ورځو وروسته، له متحده عربي اماراتو نه بېرته هېواد ته راغی. ښاغلی مسلمیار وایي چې د خپلو روغتیایي ستونزو له امله یې اماراتو ته سفر کړی و او د سفر پرمهال پرې د اسلامي امارت له لوري هېڅ ډول محدودیت نه و.
 
نوموړي زیاته کړه:«هغه څوک چې په نظام کې درېیم کس او یا د یو کسیزه قوه وي، طبیعي ده چې ځينې ستونزې به ولري. موږ ته هېچا د اوسنیو مسوولینو یا اسلامي امارت له ادرسه نه وو ویلي چې تاسې بهر ته نه شئ تلای او ما هم کومه رسمي دعوت نه درلود.»
     
دی له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنېولو د کمېسیون ستاینه کوي او وایي چې د مخکیني حکومت ځينې چارواکي لېواله دي چې بېرته هېواد ته راشي.
    
د مشرانو جرګې مخکینی رییس څرګندوي:«له دوستانو سره دې تفاهم وکړي، کمېټه تعین شوې ده چې خپل هېواد ته راشي، بیا هم وایم ځانونه مطمین کړي، زه ډاډه یم خو ښايي یو بل کس ډاده نه وي، کسیز ډاډ د هر چا کسیز حق دی.»

په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، ښاغلی مسلیمار د مخکیني حکومت لومړنی جګپوړی چارواکی دی،چې د بهرني سفر اجازه ورکړل شوی ده.

ښاغلی مسلیار په دې بارو دی، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اسلامي امارت باید له خپلو مخالفانو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه