Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهزاده سرای کې چاودنه؛ یو تن وژل شوی او څه باندې ۵۰ ټپيان شوي

نن سهار (یکشنبې د وري په ۱۴مه) کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز شهزاده سرای کې، چاودنه رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي دي چې په دغې چاودنه کې لس تنه په سطحي توګه ټپيان شوي دي.

بلخوا په کابل کې د اېمرجنسي روغتون وايي چې د دغې پېښې یو مړی او ۵۸ ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

د دغه روغتون په خبرپاڼه کې ویلي:«زموږ روغتون ته د شهزاده سرای د نننۍ چاودنې ۵۹ ټپیان لېږدول شوي دي، په دې منځ کې یو تن وژل شوی او ۳۳ تنه نور بستر شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه چاودنه د یوه غله له خوا د لاسي بم د اچولو له امله رامنځته شوې ده. دغه وزارت زیاتوي چې د دغې چاودنې او د عامل د نیولو لپاره یې پلټنې پیل شوې دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:«یوه غله چې غوښتل یې د خلکو پیسې پټې کړي لاسي بم اچولی چې له بده مرغه زموږ لس تنه هېوادوال سطحي ټپيان شوي دي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي.»

ورته مهال د شهزاده سرای ویاند ځیرک ځیرک طلوع نیوز ته ویلي دي چې دغه چاودنه په لومړي پوړ کې شوې ده او د څو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه