Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت هېواد کې د کوکنارو کښت ممنوع کړ

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخوند زاده، نن په یوه فرمان کې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کښت ممنوع اعلان کړ.

دغه فرمان نن یکشنبې (د وري په ۱۴مه) په کورنیو چارو وزارت کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان شو. په فرمان کې ویل شوي دي چې د دغه فرمان د صدور له نېټې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت ممنوع دی.

په دغه فرمان کې ویل شوي دي چې له دې وروسته هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په هېواد کې نشه يي توکي وکري. د کوکنارو د کښت د ممنوعیت ترڅنګ، په فرمان کې همدارنګه ویل شوي دي چې د هر ډول نشه يي توکو قاچاق، پېر او پلور ممنوع دی.

د فرمان په یوې برخه کې ټینګار شوی دی:«د هر ډول نشه يي توکو - شراب، هیرویین، شیشه، تابلیت k، چرس - استعمال، لېږد، پېر او پلور، واردات او صادرات او او تولیدي کارخونې په جدي توګه ممنوع دي.»

اسلامي امارت ویلي دي که چېرې څوک د دغه فرمان په خلاف عمل وکړي، له هغه سره به قانوني چلن وشي.

د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د دغه فرمان له اعلان سره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو په درملنه او د نشه يي توکو د کښت په بدیل له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه