Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'افغانستان کې ټيکاو د سیمه ییزو پروژو لپاره حیاتي دی'

د هند او ترکمنستان ولسمشرانو په عشق اباد کې په یوې ګډې خبري ناسته کې په افغانستان کې کورنۍ ټیکاو د سترو سیمه ییزو پروژو لکه د ټاپي پروژې په څېر د اجرايي کېدو لپاره مهم ګڼلی دی. 

د هند ولسمشر چې په یوه رسمي سفر ترکمنستان ته تللی دی، له خپل ترکمنستاني سیال سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت په ځانګړې توګه په ټاپي پروژې خبرې وکړې.

هغه د هېواد پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او له سرپرست حکومت نه یې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو، او بشري حقونو او دغه راز د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
 
د هند ولسمشر رام ناټ کوویند څرګنده کړه:«د افغانستان د ګاوندیو هېوادونو په توګه، موږ طبیعتاً دننه په افغانستان کې د پراختیا او د هغه د سیمه‎ییزو اغېزو په هکله اندېښمن یوو. موږ د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اجماع په هکله چې د واقعي ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د نشه‎يي توکو پر وړاندې مبارزه، د ملګرو ملتونو مرکزي رول، د افغانستان خلکو ته د بېړنو بشري مرستو برابرول او د ښځو، ماشومانو، قومونو او دغه راز د لږکیو د حقونو ساتل په کې شامل دي، خپله اندېښنه څرګندوو.» 

بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وایي، چې په کور دننه ثبات او امنیت په افغانستان کې د ټاپي په څېر د لویو پروژو د عملي کولو لپاره خورا مهم دی.

ښاغلي کوویند زیاته کړه:«د انرژۍ په برخه همکارۍ د نننیو خبرو تر ټولو مهمه مسله وه. د ټاپي پروژې په اړه باید ووایم چې ما د دې پروژې اړوند مسایل وړاندې کړل او ښایي مهم سوداګریز موردونه یې په تخنیکي غونډو کې تر بحث لاندې ونیول شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري وايي:«د افغانستان کورنۍ ثبات او سیمه ییز ثبات او د ټاپي پروژه کې د شریکانو ښې اړیکې مهمې دي او دا عمده او سټراټېژیک عامل کېدای شي چې د ټاپي پروژه د تطبیق پړاو ته ورسوي. د دا ډول څيزونو نشتون په پرېکنده توګه کولای شي د ټاپي پروژه په ځانګړې توګه تطبیق یې وځندوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د ټاپي پروژې کار به په نږدې راتلونکې کې پېل شي.
  
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند برهان افغانی څرګندوي:«ډېر ژر به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي، د هغه تعمیراتي او تخنیکي کارونه لا هم روان دي.»

بل خوا اسلامي امارت وایي، چې د ټاپي د سیمه ییزې پروژې د عملي کار د پېلېدو لپاره بشپړ امنیت نیول شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«لومړني کارونه یې بشپړ شوي دي او امنیتي موضوع یې مطمین شوي دي او د ترکمنستان چارواکو هم په دې هکله ډاډ ورکړی دی چې امنیتي موضوعګانې او همدارنګه د پروژې په تمویل کې ستونزې حل شوې دي.»

تر دې وړاتندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې د دې پروژې عملي کار به د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې پېل شي.

دا په داسې حال کې ده،چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړۍ برخه د هرات له تورغونډۍ پېلېږي او د دغه ولایت تر ګذرې ولسوالۍ پورې دوام مومي .ټاکل شوې ده،چې په لومړي سر کې د دې پروژې د لارې د استملاک چارې پېل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه