Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران مېشته افغانان: د افغانستان وګړي ځورول کېږي

د افغانستان یو شمېر وګړي چې په ایران کې کډوال دي او د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، ادعا کوي چې په ایران کې کړول او ځورول کېږي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې او ربړونې خبرونه داسې مهال خپرېږي چې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کډوالو د شکنجې او ځورونې بېلابېلې ويډیوګانې لاس په لاس کېږي.

د سید ممتاز اقايي په نوم یوه پناه غوښتونکی چې تازه هېواد ته راستون شوی وايي: «زه څلور میاشتې وړاندې ایران ته تللی وم، خو د ایران د دولت او ملت له ناوړه چلنده نه یوازې زه چې ویزه مې نه‌درلوده، وځورول شوم، هغو کسانو چې ویزې هم درلودې ډېر ناوړه چلند ورسره کېده. په ایران کې مې یو خپلوان زده‌کړیال دی، له هغوی سره هم ډېر ناړه چلند کېږي، ان تر دې پورې چې خپله مې ځان پولیسو ته ورکړ او افغانستان ته راستون شوم.»

په ایران کې یو بل پناه غوښتونکی جواد په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ربړونې په اړه وايي: «ربړول او کړول کېږي، ان تر دې پورې چې خلکو ته سپکاوی کېږي، جنسي تیري پرې شوې دي او زموږ دین او مقدساتو ته سپکاوی شوی دی.»

په ایران کې یو بل پناه غوښتونکی نصرالله کاشاني وايي: «ستره ستونزه نه‌وه، یوازې د اوسېدو سند ستونزه ده چې یو شمېر خلک دې هېواد په غیر قانوني لارو راغلي او دا کولای شي خلکو ته نورې ستونزې هم پیدا کړي.»

خو یو شمېر نور افغانان د دا ډول ویډیوګاڼو خپرېدل د دواړو هېوادونو د تحریکولو لپاره یوه دسیسه ګڼي.

پناه غوښتونکی عباس حسیني وايي: په تېرو څو اوونیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې دسیسې لپاره داسې جعلي او پخوانۍ ویډیوګانې خپرېږي چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ایران او افغانستان خلک یو بل ته تحریک کړي.»

په دې لړ کې اسلامي امارت له ایرانه غواړي چې له افغان کډوالو  سره ښه چلن وکړي، خو په کابل کې د ایران سفارت په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو او شکنجې د ويډیوګانو خپرېدل پلان شوي کار ګڼي.

په افغانستان کې د ایران سفارت د رسنیو مسوول سید عباس بدري‌فر وايي: «په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې برنامه‌ریزي شوي او د یوې موخې لپاره کارول کېږي چې د دواړو هېوادونو تاریخي او ژورې اړیکې خرابې کړي، خو دا ویډیوګانې نه‌شي کولای په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایران د چلن په اړه قضاوت وکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمت‌الله بېژن په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «کډوال باید زده‌کړو، روغتیايي او محکمې خدماتو ته لاسرسي ولري، دویم یو کډوال باید خپل هېواد ته ستون نه‌کړای شي، ځکه ژوند یې په خطر کې دی او درېیم دا چې دویم هېواد ته په غیر قانوني ډول ورتګ باندې مجازات نه‌شي.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌اللله مجاهد وايي: «په دې وروستیو کې افغانان ډېرې ستونزې لري، که څه هم موږ خبر یوو چې د یو شمېر افغانانو ورتګ غیر قانوني دی، باید له هغوی سره نرم چلند وشي او د اسلامي او ګاونډیتوب اصولو له مخې ورسره چلند وشي.»

اوس‌مهال مېلیونونه افغانان په ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې اوسېږي. د ایراني چارواکو په وینا، اوس‌مهال په دې هېواد کې پنځه مېلیونه افغانان مېشت دي او ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌اللله مجاهد وايي: «په دې وروستیو کې افغانان ډېرې ستونزې لري، که څه هم موږ خبر یوو چې د یو شمېر افغانانو ورتګ غیر قانوني دی، باید له هغوی سره نرم چلند وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه