Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل کېدل توپیري چلند بولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل کېدل توپیري چلند بولي او وايي، دا کار به د افغانستان پر راتلونکو نسلونو منفي اغېزې ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیالې مته نودسن د اروپا د نړیوالو چارو له انسټېټیوټ سره په مرکه کې خبرداری ورکوي چې که په دې تړاو بیا کتنه و نه‌شي؛ دا کار به بې‌وزلۍ ډېره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو د استازولۍ مرستیاله مته نودسن وايي: «له زده‌کړو انکار نه یوازې د ښځو او نجونو د زده کړو د حق نقض دی؛ بلکې د هېواد راتلونکی او د ښځو او نجونو لویه همکاري له خطر سره مخ کوي. دا توپېري چلند به د ښوونې په برخه کې د افغانستان راتلونکي نسلونه اغېزمن کړي او د بې‌وزلۍ له پراختیا سره به مرسته وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله، په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو دیني عالمانو د یوه پرېکړه‌لیک‌ په خپرولو  سره د نجونو زده‌کړې انساني حق بللی او  له سرپرست حکومته یې غوښتې چې په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانېزي.

بل‌خوا یو شمېر ښوونکو د دې په غبرګون کې چې دوه سوه ورځې کېږي، په هېواد کې د نجونو متوسطې او لیسې نه‌دي پرانېستل شوي، په سرپټو ځاینونو کې اعتراض کړی دی.

ښوونکې زهره وايي: «که وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي، له شک پرته هېواد به ناورین خوا ته یوسي، او د مغزونو تېښته به هم ډېره شي.»

د ښځو د حقونو فعاله نویده خراساني وايي: «یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړو چې د نجونو پر منځ ښوونځی پرانیزي او زموږ اندېښنې کمې کړي.»

د اسلامي امارت له لوري د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانېستل کېدو له پرېکړې وروسته، بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر پرانېستلو ټينګار کړی دی.

ه دې سره هم‌مهاله، په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو دیني عالمانو د یوه پرېکړه‌لیک‌ په خپرولو  سره د نجونو زده‌کړې انساني حق بللی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه