د رسنیو ملاتړي بنسټونه د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون د جوړېدو په چارو کې پر ځنډ نیوکه کوي.
د دغو بنسټونو چارواکي وايي چې د دغه کمېسیون د جوړېدو لپاره د سرپرست حکومت له ژمنې درې میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه د هغه د جوړېدو کوم څرک نه لکېږي او د رسنیو په وړاندې ستونزې پر خپل ځای دي.
رسنیز بنسټونه په دې باور دي، چې په اوسني وضعیت کې د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې د ستونزو د حل کېدو لپاره د کمېسیون جوړېدل مهم دي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو بنسټونو د فډراسیون مشرتابه غړی حجت الله مجددي وايي:«هیله لرو چې ژر تر ژره کمېسیون جوړ شي چې د دغه کمېسیون له جوړېدو سره، په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ لپاره ښه بستر رامنځته شي.»
د ژونالیستان د ملی ټولنې رسنیز مسوول مسرورلطفي هم زیاتوي:«په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی شوی. دا واقعاً اندېښمنونکې ده. که چېرې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون فعال شي، کولای شي ډېر ګټور وي. له خبریالانو او د رسنیو ټولنې سره د دولتي بنسټونو د سلیقه يي چلن مخه ونیسي.»
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د تېر لمریز کال د سلواغې په دیارلسمه، ذبیح الله مجاهد په یوې غونډه کې ویلي و، چې سرپرست حکومت به د رسینو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمېسیون جوړ کړي.
ښاغلی مجاهد د دغه کمېسیون د جوړېدو موخه د رسینو په کار کې د نورو بنسټونو د لاسوهنې مخنیوی بللی و، خو د نږدې درېیو میاشتو په تېرېدو سره لا هم دغه ستونزه نه ده حل شوې.
خبریال نوید کاوش په دې هکله څرګندوي:«د رسنیو د سرغړونې کمېسیون باید ژر تر ژره د حکومت له خوا جوړ شي، ترڅو د رسنۍ یا د خبریال له خوا چې هر ډول سرغړونه وشي، د یوه خپلواک بنسټ لخوا دې وڅېړل شي، نه دا چې هر بنسټ خبریال بندي کړي او پر رسنۍ محدویت ولګوي.»
له ډېرو هڅو سره سره، په دې تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د حکومت د ویاندویانو د نظر په اخیستو بریالي نه شوو. دا په داسې حال کې ده، چې د شمېرو له مخې، یوازې په روانه میاشت کې د امنیتي ځواکونو له لوري دولس خبریالان او د رسنیو مسوولان نیول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه