د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د اعتراض په دوام د پکتیکا ولایت دیني عالمانو د یوي ناستي پرمهال د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
دوی د پرېکړه لیک په صادرولو سره، څرګنده کړې ده چې زده کړې پر نر او ښځه فرض دي او ښځو ته هم باید د نارینه وو ترڅنګ د زده کړو زمینه برابره شي.
همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا د دیني عالمانو د دغې غونډې هر کلی او ستاینه کړې ده.
په هغې اعلامیه کې چې د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا خپره شوې ده راغلي دي:«په هېواد کې د نجونو د تعلیم په تائید کې د علماوو دریځ او غونډې د افغانستان د خلکو د علم پالنې څرګندونه کوي، او د اسلامي سرپرست حکومت نه غوښتنه کوم چې په دې هکله د علماوو غږ ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي سملاسي پرانیزي.»
بل خوا د ميدان ښار پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظريفې غفاري اروپايي هېوادونو، امريکا او برېټانيا مشرانو ته په يوه ليک کې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو او د بشري حقونو مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري وايي:«په دغه لیک کې همدارنګه راغلي دي چې له اوسنیو چارواکو او اوسني دولت سره همکاري وشي چې ښوونځي پرانیستل شي.»
د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې هدا خموش د لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په یوه جلا لیک کې د اسلامي امارت د مشرانو له خوا د ژمنو په پوره کولو کې په پاتې راتلو نیوکه کړې ده.
د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش څرګندوي:«له دغو ټولو ژمنو وروسته چې تر ټولو کوچنۍ یې د ښوونځيو پرانیستل وو، پر هغوی یې عمل ونه کړ نو په خپلې هېڅ ژمنې او پروګرام عمل نه کوي.»
پرسرپرست حکومت د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله په کورنۍ او نړیواله کچه پر نیوکو سربېره څه باندې ۲۰۰ ورځو راهیسي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
په دې اړه مو اندونه