د کندهار ولایت ځينو اوسېدونکو پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي او توغندويي بریدونو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړ.
معترض سیمع الله مخلص وايي:«زموږ پر خاوره باید د پاکستان دغه ناقانوني بریدونه ودرول شي.»
بل معترض ګلاب شاه هم څرګندوي:«هېڅوک اقدام نه کوي موږ له اسلامي امارته غواړو چې پاکستان ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.»
د افغانستان هغو ډيپلوماټيکو استازولیو چې د مخکیني حکومت د چارواکو له لوري یې چارې ترسره کېږي، هم په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض بللی دی او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې پر دغو بریدونو د غور غوښتنه کړې ده.
پخوانی ډيپلوماټ نورالله راغي وویل:«د افغانستان پر حریم د پاکستان هوايي برید، د بشریت پر ضد یو څرګند جنایت دی چې بې ګناه او ملکیان په نښه کړي او همدارنګه د طالبانو د نظام پر ضد له سپکاوي ډګه کړنه ده.»
بل خوا اسلامي امارت له ډيپلوماټيکو لارو د دې مسالې د حل خبره کوي او ټينګار یې دا دی چې د دغه راز بریدونو د تکرار په صورت کې به د افغانستان له خاورې دفاع وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ له خپلې خاورې دفاع کوو خو نه پرېږدو چې داسې څه تکرار شي او باید له ډیپلوماټيکې لارې حل شي.»
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون له دې پرته چې د افغانستان پرخاوره د پاکستان د پوځیانو د برید په تړاو جزیات ورکړي ویلي و، چې ترهګر د افغانستان له خاورې پاکستان ته دننه کېږي او بریدونه کوي.
خو د اسلامي امارت ویاند د دې ادعا په ردولو سره وایي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
په دې اړه مو اندونه