Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت ډپيلوماټانو د منلو په هکله د ایران دریځ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي ترهغې چې د اسلامي امارت د نړۍ له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي، د نړۍوالو کنوانسیونونو پر بنسټ به تهران د اسلامي امارت سیاسي استازي ونه مني.

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د افغانستان له اوسني حکومته غواړي چې په افغانستان کې د دوی پر سیاسي استازولیو د برید عاملان دې مشخص کړي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب ‌زاده وویل:«په افغانستان کې باید نوی دولت او نوی سیاسي نظام په رسمیت وپېژندل شي چې وکړای شي خپل نوي استازي واستوي.»

له دې سره هم مهاله، د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په یوې ټېلفوني اړیکه کې د کډوالو پرستونزو، ډيپلوماټيکو استازولیو، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او وروستیو پېښو خبرې کړې دي. 

په دې لړ کې د سرپرست حکومت چارواکي دغه راز ایران ته د اسلامي امارت د يوه پلاوي د سفر خبره کوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت د څېړلو لپاره، هغه هېواد ته به سفر وکړي. د دغه سفر کره نېټه تراوسه مشخصه نه ده.»

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نه د نږدې اتو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه روسیې، پاکستان، قطر، چین او ترکمنستان د اوسني حکومت له رسمیت پېژندنې پرته د افغانستان په سفارتونو او استازولیو کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي.
 
د نړۍوالو اړیکو شنونکی سید جواد سجادي وايي:«دواړه لوري اړ دي چې خپل لیدلوري او د یو بل اندېښنې واوري او هغه حل کړي.»

په تهران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو څو میاشتې وروسته، له خپلې دندې استعفا وکړه او مرستیال یې عبدالقیوم سلیماني په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرستي پرغاړه واخیسته.

ایران وایي، تر هغې چې په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، تهران د اسلامي امارت ډيپلوماټان نه مني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه