Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې درې چاودنې؛ یو ښوونیز مرکز او یو ښوونځی په نښه شول

کابل نن (سې شنبې) درې مرګونو چاودنو شاهد و. لومړۍ چاودنه د دشت برچي په قلعه نو سیمه کې د ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته رامنځته شوه او لږ وروسته د کابل ښار په اتلمسه ناحیه کې دوه پرله پسې چاودنې د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي ته څېرمه هغه مهال رامنځه شوې چې زده کوونکي له ښوونځي د وتلو په حال کې وو.
 
د عبدالرحیم شهید ښوونځي یو شمېر زده کوونکې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو داسې وایي:
       
یو زده کوونکی رحمت الله وايي:«کسان دننه به ویالې کې د ویالې تر غاړې لوېدلي وو، د چا لاس او د چا پښه پرې شوې وه.»
             
زده کوونکې اقلیمه هم څرګندوي:«هغوی له انګېزې او هیلې سره ښوونځي ته تللي وو چې درس ولولي. سپینې جامې یې د هغوی کفن شوو.»

امنیتي سرچینې وایي،چې دغه چاودنې د ځای پرځای شویو ماینونو له امله وې.

د پېښې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، لومړنۍ چاودنه دومره زوروره وه، چې نږدې کورونو ته یې هم زیان اړولی دی.
               
د سیمې اوسېدونکی هارون وویل:«غوښتل مو چې ټپيان ولېږدوو، پنځه دقیقې تېرې شوې وې چې دویمه چاودنه د همدغې کوڅې په پای کې وشوه.»

د عبدالرحیم شهید په نامه ښوونځی د کابل په لوېدیځ کې یو دولتي ښوونځی دی. د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې دغه ښوونځي ته څو ځلي ګواښ هم شوی و. د شاهدانو په وینا، د سه شنبه ورځې په سهار د کابل په لوېدیځ کې د ممتاز کورس مخې ته هم یوه چاودنه وشوه.

 بل خوا  د کابل امنیه قومنداني وایي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغو چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او یوولس تنه نور ټپیان شوي دي.
          
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«د څېړنې ډله او امنیتي ځواکونه سیمې ته رارسېدلي دي، زموږ معلومات چې بشپړ شي له تاسو سره به شریک کړل شي.»

د دغو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د کابل امنیه قومنداني وایي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغو چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او یوولس تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه