Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'افغانستان کې له هرو ۳ ماشومانو ۲ یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري'

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې په افغانستان کې له هرو درې ماشومانو دوه یې کافي خوړو ته لاسرسۍ نه لري.

دغه سازمان زیاتوي په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د ۱۲ مېلیونه ماشومانو ژوند په کرنې پورې تړاو لري؛ خو د هغوی کورنۍ د وچکالۍ له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. 

په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت په تړاو د نړۍوالو د اندېښنو په دوام، د ماشومانو د ژغورني سازمان ویلي، افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې تر ټولو بد بحران تجربه کوي او څه باندې ۵ مېلیونه ماشومان د قحطۍ په درشل کې دي.

د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې له هرو درېیو ماشومانو دوه یې په کافي اندازه خوړو ته لاسرسی نه لري.

د ماشومانو د ژغورني صندوق رییس کرېس نیامندي وویل:«بشري مرستې کولای شي بیړنۍ اړتیاو پوره کړي؛ خو نه شي کولای چې، اقتصاد وغوړوي. تر هغې چې، اقتصادي ناورین ته رسېدنه ونه کړو او دې ته په کتو چې، د هېواد ډېره برخه د قحطۍ په درشل کې ده؛ نو کورنۍ د ناهیله کوونکو چارو له ترسره کولو لکه د خپلو ماشومانو خرڅول او یا هم کارونو ته له لېږلو پرته بله لاره نه لري.»

د ماشومانو د حقونو ځینې دفاع کوونکي وايي، نړۍوال سازمانونه باید د افغان ماشومانو د ژغورنې برخې ته په جدي توګه پام وکړي.

د ماشومانو د حقونو فعاله حمیرا فرهنګ یار وايي:«هغه بزګر چې نن په وچکالۍ کې دي باید د هغوی د ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه برابره شي چې وکړای شي بچیان یې وده وکړي.»

د ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله زرقا یفتلي هم څرګندوي:«تر هغې چې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مناسبې لارې چارې رامنځته نه شي، دا ډول کړکېچونه او دا وضعیت کولای شي چې په لنډه موده کې په افغانستان کې پر ماشومانو ډېر منفي اغېزې ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا پر دې باور دی چې، د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره باید د هېواد اوبه مدیریت شي:«د وچکالۍ د دوام په صورت کې دا وضعیت کولای شي د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ماشومان زیانمن کړي، نو زه فکر کوم چې افغان حکومت دې په دې برخه کې هڅې وکړي چې د اوبو له مدیریت او د اوبو لګولو شبکو له رامنځته کولو سره د بې اوبو کۍ او یا هم د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.»

په دې راپور کې همداراز راغلي چې، د اقلیمي بدلونو منفي اغېزې مخ په ډېرېدو دي او ځمکه د هرې ورځې په تېرېدو سره ګرمېږي او له همدې امله افغانستان د اقلیم د بدلون پایلې تجربه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه