Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د م.م د امنیت شورا کې له پاکستانه د افغانستان د استازي شکایت

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم له نقض څخه د دغه سازمان د امنیت شورا ته د لومړي ځل لپاره رسماً شکایت کړی دی.

نصیر احمد فایق وايي چې په خوست او کونړ کې د خلکو په کورونو د پاکستان هوايي بردیونه په څرګنده د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم نقض کول دي.
 
ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل:«د افغانستان دایمي استازولي په کونړ او خوست ولایتونو کې د خلکو پر کورونو د پاکستان هوايي بریدونه چې د ملګي کسانو د وژلو او ټپي کېدو لامل شوی د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم له څرګند نقضه رسماً د امنیت شورا ته شکایت وکړ او د ملګرو ملتونو د منشور په مطابق د هغه د درېدو او د څېړنې غوښتنه وکړه.»

له بل لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په بنو سیمه کې په یوې اعتراضیه غونډه کې د خوست پر ځینو سیمه د پاکستان د هوایي بردیونو د څېړنو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څرګنده کړه:«موږ له نوي حکومته غواړو له هغه حکومته چې ادعا کوي موږ خپلواکه یوو او هره پرېکړه کولای شو او هېڅ څوک زموږ په پرېکړه کې لاسوهنه نه شي کولای؛ نو که چېرې په ریښتیا همداسې وي، جناب شهباز شریف صېب د هغو د ثابتولو لپاره دې دغه راټولېدنه تاسو ته ۲۴ ساعته وخت درکوي چې، د دغې راټولېدنې پر پرېکړه لیک فیصله وکړي.»

له تېرو دوو  لسیزو راوروسته دا لومړی ځل دی چې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم د نقضېدو په تړاو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په رسمي توګه شکایت کوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې، په اوسنیو شرایطو کې دغه رسمي شکایت به څه ګټه وکړي او که نه؟

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی جاوېد سنګدل وویل:«زه فکر کوم چې افغانستان او د افغانستان استازی نن په یوه ښه دریځ کې نه دي چې دا ډول کړنه یې پایله ورکړي او همدارنګه په تېر کې دا ډول اقدامات شوي او پایله یې تر ننه معلومه نه ده.»

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج هم وايي:«د ډیپلوماټیکو اصولو پر بنسټ په کونړ او خوست د پاکستان له بریدونو وروسته د دغه هېواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له خوا احضار شو، نو په ملګرو ملتونو سازمان کې شکایت یوه اصولي لار ده.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو په تړاو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ شکایت اسلامي امارت پورې هېڅ تړاو نه لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ادره او همدارنګه د ویاندوۍ له ادرسه خپل غبرګون لرلی دی او هغه څه چې ښاغلي فایق ویلي دي د هغه له شخصي ادرسه دي او هغه د افغانستان د دولت استازی نه دی.»

تر دې مخکې بهرنیو چارو وزارت پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو پر وړاندې د اعتراض په لړ کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و.

د خوست او کونړ ولایتونو پر ځینو برخو کې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د خوست او کونړ پر ځینو سیمو د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو پر وړاندې له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونو وروسته ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دغه سازمان امنیت شورا ته په رسمي توګه شکایت کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه