نن (پنجشنبه) د افغانستان په درې سترو ښارونو کې چاودنې رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
لومړۍ چاودنه نن سهار د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قمبر څلورلارې کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه ماشومان برسېرن ټپیان شوې دي.
دویمه چاودنه د مزار شریف ښار د «سه دکان» په مسجد کې د لمانځه پر مهال رامنځته شوه.
په مزار شریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون رییس غوثالدین انوري وايي، تر دې مهاله له دې پېښې پنځه وژل شوي او ۶۵ ټپیان دې روغتون ته وړل شوې دي.
خو په مزار شریف کې د پېښې عیني شاهدانو طلوعنیوز ته د سه دکان په جومات کې د تلفاتو شمېر لوړ ښيي.
ورته مهال د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي د کندوز ښار په سردورې سیمه کې د یوې چاودنه د رامنځته پخلی کوي.
د عابدي په خبره، پهدې چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
تر دې مهاله د دې پېښو په اړه کره شمېرې په ډاګه شوې نهدي او نه هم کومې وسلهوالې ډلې د دې چاودونه مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
په دې اړه مو اندونه