سرچینې طلوعنیوز ته وايي، نن د مزارشریف ښار د سه دکان په نوم یوه جومات کې د چاودنې پر مهال ۳۱ کسان وژل شوي او نږدې نوي کسان نور ټپیان دي.
د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند وايي، دا چاودنه جومات کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله هغه مهال رامنځته شوه چې لمونځ کوونکي د ماسپښين لمونځ د ادا کولو په حال کې وو.
د بلخ د امنیې قومادانۍ ویاند محمد اصف وزیری وايي: «چاودنه د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې او له بده مرغه پهدې پېښه زموږ ۲۵ هېوادوال شهیدان او ټپیان شوې دي.
خو د دې پېښې قربانیان وايي، په چاودنه کې لهدې ډېر کسان وژل شوې دي.
ټپي شوی کس ادریس وايي: «زه همدلته وم چې چاودنه وشوه، د شلو او پنځه ویشت کسانو وژنه دسیسه ده. لومړی او دویم صف په بشپړ ډول له منځ تللي، درېیم او څلورم لږ پاتې وو.»
د پېښې شاهدان وایي، د چاودنې پر مهال په جومات کې شاوخوا څلور سوه لمونځکوونکي وو. دوی د پېښې د قربانیانو شمېر ډېر یادوي.
د پېښې شاهد محمد یاسین پهدې اړه وايي: «یوه ډېره خطرناکه پېښه وه، په حقیقت کې شمېرې هم ډېرې دي.»
د پېښې شاهد سید علي همداراز وايي: «د شعیه مذهب خلک همدې جومات ته راځي. زه اوس روغتون ته لاړم چې وینه ورکړم، خو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه او اجازه یې رانهکړه، خو تلفات ډېر زیات دي.»
د مزارشریف اوسېدونکي پر دې پېښه حیران شوي او په جومات کې دننه د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کېدل د پوښتنې وړ ګڼي او د دې پېښې د عاملانو د نیولو غوښتنه کوي.
داعش وسلهوالې ډلې په یوه بیان کې چې د دې ډلې په ټېلېګرام کې خپور شوی، په مزارشریف کې د سه دکان پر جامع جومات د برید مسوولیت منلی دی.
په دې اړه مو اندونه