د کندوز ښار په پنځمې ناحیه کې د یوې چاودنې پر مهال لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
د کندوز امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه نن (پنجشنبه) غرمه مهال هغه وخت رامنځته شوه چې چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو او د ۲۱۸ عمري قل اردو د تخنیکي کارکوونکو د لېږدوونکي موټر په مخ کې ورته چاودنه ورکړل شوه.
د دې کارکوونکو لېږدوونکی موټر له قل اردو څخه د کندوز ښار پر لوري روان و چې پرې چاودنه وشوه.
د دې پېښې ټپیان د کندوز په حوزوي روغتون کې تر درمنلې لاندې دي، خو د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د کندوز امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابد وايي: «د کندوز ښار سردورې سیمې په چادونه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.»
تر دې مهاله هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.
کابل هم نن د یوې پېښې شاهد و. دا چاودنه نن سهار مهال د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قمبر څلورلارې کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې دوه ماشومان ټپیان شوې دي.
همداراز نن (پنجشنبه) د مزار شریف ښار په یوه جامع جومات کې هم یوه چاودنه شوې چې پر مهال یې لګسونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دې اړه مو اندونه