Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملامحمد عمر نهم تلین کې مجاهد: ګاونډي هېوادونه یوه بل سرخوږی دی

د دفاع وزارت سرپرست ګاونډي هېوادونه د افغانستان پر وړاندې بله ننګونه او سرخوږی ګڼي.

محمد یعقوب مجاهد د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې د نهم تلین د لمانځنې په مراسمو کې پر خوست او کونړ د پاکستان بریدونو ته په نغوتې سره وايي، د هېواد د ملي ګټو په پار يې دغو بریدونو ته غبرګون نه دی ښودلی. او زیاتوي چې اسلامي امارت د دا ډول بریدونو د تکرار زغم نه لري.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل:«له همسایه ګانو څخه هم رنځ او تکلیف وینوو، مشکل وینوو، چې ښکاره مثال یې څو ورځې مخکې په کونړ ولایت کې زموږ پر خاوره د دوی تجاوز وو. موږ که دا پېښه برداشت کړې ده، د ملي مسالحو په وجه او د الیا مسایلو په وجه دا برداشت کړی دی چې کېدای شي بل وخت دا برداشت ونه لرو.»

د دفاع وزارت سرپرست په خپله وینا کې وايي چې ملا محمد عمر شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ او د افغانستان ټول قومونه سره متحد کړل او افغانستان یې له یوې پلان شوې تجزیې څخه وژغوره او په تشو لاسونو یې د «ښکېلاک» په وړاندې مقابله وکړه او هېڅکله له هېواده بهر نه شو.

د دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې وروستیو پېښو ته په غبرګون کې وايي، دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«ان شاالله، ستاسو ټول مرامونه او مقاصد او فاسد فکرونه چې تاسې یې لرئ دا به خنثا کېږي.»

د اسلامي امارت هغه چارواکو چې په دې پروګرام کې برخه اخیستې د هغه د کارنامو یادونه کوي.

په همدې حال کې د رییس الوزرا لومړی مرستیال وايي چې اسلامي امارت به د ملا محمد عمر مجاهد تګ لاره تعقیب کړي.

 د رییس الوزار لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«الله پاک کې موږ او تاسو ته نور هم توفیق راکړي چې د ده موقف او مسیر نور هم تعقیب کړو. »

د دغه ناستي ګډونوال وايي چې اسلامي امارت به د نوموړي لاره تعقیبوي.

د رییس الوزرا دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي په دغې غونډه کې وویل چې ملا محمد عمر قومي تعصبات او هغه دودونه چې د اسلام په خلاف وو له منځه یوړل. 

ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت لومړنی رهبر او بنسټ ایښودونکۍ و. اوه کاله یې د طالبانو مشري وکړه او په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې وفات شو او په زابل ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.
 
د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر مجاهد د مړینې نهم تلین په رسمي ډول په کابل کې ولمانځل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه