Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پاکستان کې د م.م د ګډوالو دفتر مخ ته د افغان کډوالو لاریون

يو شمېر افغان کډوالو په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر مخ ته لاريون وکړ او د سپینو کالیو پرتن کولو او «موږ ووژنئ» شعار ورکولو سره یې خپل اعتراض وړاندې کړ.

دغه معترض پناه غوښتونکي د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غواړي چې د پناه غوښتونکو نوم‌لیکنه او د کډوالو د کارتونو د وېش بهیر دې چټک کړي.

یوه معترضه وايي: «موږ ووژنئ تر سرلیک لاندې د افغانانو لاریونه څلورمې ورځې ته وغځېد، په درېیمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو شمېر استازي راغلل او ستونزې یې واورېدې.»

یوه بله معترضه وايي: «موږ چې څه غوښتل، تر لاسه کړي مو نه‌دي. راغلي یوو چې لاریون وکړو، نور څه نه غواړو، زموږ شعار دا دی چې ومو وژنئ.»

دغه پناه غوښتونکي ادعا کوي چې په اسلام‌اباد کې یې د پناه غوښتونکو په چاور کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته په وار-وار ورغلي، خو لا هم د دوی د برخلیک په اړه څرګند ځواب نه‌دی ورکړ شوی.

یوه بله معترضه وايي: «شپږ، اته یا یو کال وشوې چې له خپلو ماشومانو سره منتظر پاتې دي. په اسلام‌اباد کې ګراني هم ډېره ده، کور نیول سخت کار دی او تر اوسه مو هېڅ پایله نه‌ده تر لاسه کړې.»

یو بل معترض په‌دې اړه وايي: «له شپږ میاشتو راهیسې مو یوازې یو ټوکن او یو کاغذ تر لاسه کړی دی چې هېڅ قانوني او حقوقي امتیاز هم نه‌لري او تر اوسه مو هېڅ انساني او بشري امتیاز نه‌دی تر لاسه کړی.»

تر دې مخکې په اندونیزیا کې هم یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د دوی غوښتنلیکونو ته د نه رسېدو له کبله د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته اعتراض کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه