Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اریانا هوايي شرکت کابل - مسکو ته الوتنې پیل کړې

د اریانا هوايي شرکت کابل - مسکو ته مستقیمې الوتنې له سره پیل کړې. د دغه شرکت چارواکي وايي چې د تګ الوتنې به د دوشنبې او د راتګ الوتنې به د سې شنبې په ورځ په عادي توګه ترسره شي.

له نږدې یو کال راهیسې د اریانا افغان هوایي شرکت د کابل - مسکو الوتنې درېدلي وې.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل:«مسکو ته د اریانا هوايي شرکت الوتنې د تېر حکومت په وخت کې له ستونزو سره مخ وې چې له همدې امله درېدلې وې، خو له دې وروسته، هره اوونۍ به دوشنبې الوتنه وشي.»

په دې لړ کې یو شمېر سیاحتي شرکتونه د خپل کاروبار له خرابېدو شکایت کوي. دغه شرکتونه وایي چې د آریانا افغان هوایي شرکت الوتنې د هېواد د اقتصاد په ګټه دي.
 
د یوه سیاحتي شرکت مسوول سهراب وايي:«د الوتنو له ترانزیټ کېدو سره زموږ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول، ټولو ته څرګنده ده چې د خلکو اقتصاد ضعیف دی او د مصرف لګښت نه لري.»

بل خوا ځينې اقتصادي مسایل په دې باور دي چې مسکو ته د دغه شرکت د الوتنو پېلېدل به د هېواد په ټرانزیټي او سوداګریزه برخه کې آسانتاوې رامنځته کړي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي څرګندوي:«مستقیمې الوتنې د دې لامل کېږي چې د سوداګرۍ، پانګونې، مسافرت او په چټکه د لېږد لامل کېږي. او د هېواد هوايي چلن سکټور ته په ښه توګه ګټه راوړي.»

بل خوا د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي، اوس مهال هره ورځ د کابل له هوايي ډګر نه تر ۲۰ زیاتې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کېږي چې درې یې کورنۍ الوتنې دي او پاتې نورې یې ترکیې، قطر، ایران، پاکستان چین او نورو هېوادونو ته کېږي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي، اوس مهال هره ورځ د کابل له هوايي ډګر نه تر ۲۰ زیاتې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کېږي چې درې یې کورنۍ الوتنې دي او پاتې نورې یې ترکیې، قطر، ایران، پاکستان چین او نورو هېوادونو ته کېږي.

Thumbnail

د اریانا هوايي شرکت کابل - مسکو ته مستقیمې الوتنې له سره پیل کړې. د دغه شرکت چارواکي وايي چې د تګ الوتنې به د دوشنبې او د راتګ الوتنې به د سې شنبې په ورځ په عادي توګه ترسره شي.

له نږدې یو کال راهیسې د اریانا افغان هوایي شرکت د کابل - مسکو الوتنې درېدلي وې.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل:«مسکو ته د اریانا هوايي شرکت الوتنې د تېر حکومت په وخت کې له ستونزو سره مخ وې چې له همدې امله درېدلې وې، خو له دې وروسته، هره اوونۍ به دوشنبې الوتنه وشي.»

په دې لړ کې یو شمېر سیاحتي شرکتونه د خپل کاروبار له خرابېدو شکایت کوي. دغه شرکتونه وایي چې د آریانا افغان هوایي شرکت الوتنې د هېواد د اقتصاد په ګټه دي.
 
د یوه سیاحتي شرکت مسوول سهراب وايي:«د الوتنو له ترانزیټ کېدو سره زموږ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول، ټولو ته څرګنده ده چې د خلکو اقتصاد ضعیف دی او د مصرف لګښت نه لري.»

بل خوا ځينې اقتصادي مسایل په دې باور دي چې مسکو ته د دغه شرکت د الوتنو پېلېدل به د هېواد په ټرانزیټي او سوداګریزه برخه کې آسانتاوې رامنځته کړي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي څرګندوي:«مستقیمې الوتنې د دې لامل کېږي چې د سوداګرۍ، پانګونې، مسافرت او په چټکه د لېږد لامل کېږي. او د هېواد هوايي چلن سکټور ته په ښه توګه ګټه راوړي.»

بل خوا د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي، اوس مهال هره ورځ د کابل له هوايي ډګر نه تر ۲۰ زیاتې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کېږي چې درې یې کورنۍ الوتنې دي او پاتې نورې یې ترکیې، قطر، ایران، پاکستان چین او نورو هېوادونو ته کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه