د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت په یوه پیغام کې د نړیوالې ټولنې لهخوا د اوسني حکومت د په رسمیت پېژندلو ټینګار کړی. مولوي هبتالله اخندزاده پهدې پیغام کې زیاته کړې، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو او ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
ورته مهال د اسلامي امارت که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نهدي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په هېواد کې د زدهکړو د ښهوالي لپاره هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت رهبر په خپل ۱۷ مادهیي پیغام کې د عمومي بښنې د رعایت کېدو، د ښوونې او روزنې بهیر د ښه کېدو، د ښځو د شرعي حقونو، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د بیان آزادۍ، د دوحې هوکړې، د نوې اردو د جوړېدو او د نړۍ له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندو په تړاو څرګندونې کړې دي.
د دې پیغام په اتمه ماده کې راغلي: «بېله شکه چې نړۍ د یوه کلي حیثیت پيدا کړی، د هېوادونو تر منځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي، زموږ هېواد افغانستان د نړۍ په سوله او امن کې خپل رول لري، د همدې اړتیا په اساس باید نړیوال د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپيژني، تر څو خپلې ټولې ستونزې د ډېپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړو.»
د اسلامي امارت رهبر د عمومي بښنې فرمان پر رعایتېدو له ټینګار سربېره بهر ته له تللو هېوادوالو هم غواړي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «غوره به وي چې اسلامي امارت د باور جوړونې لپاره هڅې وکړي، د خلکو او نورو ډلو باور تر لاسه کړي بیا نور مسایل په اسانۍ سره تر سره کېدای شي.»
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: «طالبان اوس په حاکمیت کې دي او باید د امنیت، د غوره حکومت د جوړولو او نورو مسایلو په اړه عملي ګامونه پورته کړي.»
د اسلامي امارت د رهبر پهدې اختریز پیغام کې په داسې حال کې د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو څه باندې ۸ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه