Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر خانقا برید؛ امنیې قومندانۍ وايي لس کسان وژل شوي

نن مازدیګر د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند یوې خانقا کې چاودنه شوې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا چاودنه د دارالامان سیمې د خلیفه صاحب په نوم یوې خانقا کې رامنځ‌ته شوې ده.

ورته مهال د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په‌دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د دې چاودنې ډېری قربانیان عبادت کوونکي دي، خو عیني شاهدان د دې پېښې قربانیان د کورنیو چارو وزارت له شمېرو لوړ بولي.

تر دې دمه د دې چاودنې د څرنګوالي او کره تلفاتو په اړه‌ ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

خو عیني شاهدان د دې پېښې قربانیان د کورنیو چارو وزارت له شمېرو لوړ بولي.

Thumbnail

نن مازدیګر د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند یوې خانقا کې چاودنه شوې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا چاودنه د دارالامان سیمې د خلیفه صاحب په نوم یوې خانقا کې رامنځ‌ته شوې ده.

ورته مهال د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په‌دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د دې چاودنې ډېری قربانیان عبادت کوونکي دي، خو عیني شاهدان د دې پېښې قربانیان د کورنیو چارو وزارت له شمېرو لوړ بولي.

تر دې دمه د دې چاودنې د څرنګوالي او کره تلفاتو په اړه‌ ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه