Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت د یوناما د استازې د مرستیالې نیوکه

د مبطوعاتو د نړۍوالې ورځې په درشل کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله، په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت له ننګونو ډک ګڼي او په خپل سر د رسنیو او خبریالانو پر نیولو نیوکه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیاله د رسنیو اوسنی وضعیت په تېرو دوو لسیزو کې له ننګونو ډک ګڼي.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیاله مته نودسن وايي:«پر آزادو رسنیو برید شوی دی، د خبري آژانسونو فعالیت ځنډول شوی دی. خبریالانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او یو شمېر نورو یې هېواد پرېښې دي، خو هغوی چې پاتې دي، له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. د خپلو سرو نیونو او ناانساني چلن په تړاو رپوټونه وېروتکي دي او تر ټولو دروند پيټی د ښځينه خبریالانو پر اوږو دی.»

د یونسکو عمومي رییس آدري آزولای وايي:«ډيجیټال عصر د مطبوعاتو کارکوونکي او د هغوی سرچینې له خطر سره مخ کوي، دا خطرونه، ځورول او د بریدونو ترسره کول دي، د بېلګې په ډول د اطلاعاتو د ساتنې او د جاسوسۍ د سافټویرونو له لارې. دغه بهیر پر خبریالانو په تېره بیا ښځینه خبریالانو اغېز لرلی دی، ترسره شوې سروې ګانې ښيي، چې له هرو لسو خبریالانو اوو هغو آنلاین تاوتریخوالی تجربه کړی دی.»

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی له اسلامي امارته غواړي چې د آزادو رسنیو د آزادۍ او خپلواکۍ درناوی وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ څرګندوي:«موږ له چارواکو غواړو چې آزادې او خپلواکې رسنۍ په رسمیت وپېژني او د هغوی درناوی وکړي، چارواکي باید د بشري حقونو نړۍوالو اسنادو ته د افغانستان د ژمنتیا له مخې عمل وکړي او د بیان او عقېدې له آزادۍ او د ښځو او نارینه له برابرۍ د بشري حقونو له اعلامیې سره سم چې افغانستان یې غړیتوب لري، ساتنه وکړي او هغه ترویج کړي.»

د طلوع نیوز مسوول خپلواک ساپی څرګندوي:«که چېرې تمه دا وي چې د رسنیو د خپرونو منځپانګه د حکومتي چارواکو د هو او نه تابع وي؛ او له سانسور او محدودیت سره مل وي په هغه صورت کې زه ډاډه یم او هغه ملګري چې دلته حضور لري هم نظره به وي چې د ازادو رسنیو شتون ته به اړتیا نه وي.»

د اسلامي امارت له بیار راتګ وروسته تر د ۳۰۰ زیاتې غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ له فعالیته پاتې دي او نږدې ۷۰ سلنه خبریالان وزګار شوي دي. 

د مطبوعاتو د آزادۍ د نړۍوالې ورځې په درشل کې نن دغه ورځ  دلته په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په دفتر کې  ولمانځل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه