Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې او قطر له استازو سره د ا.ا د پلاوي مذاکراتو کې پرمختګ

ځينو سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې د هېواد د هوایي ډګرونو د تخنیکي او خدماتي چارو د سپارل کېدو موردونه وروستي شوي دي چې له ترکیې او قطر سره به یې د تړون په لاسلیک کېدو سره، هېواد ته د لویو هوایي شرکتونو د الوتنو لار هواره شي.

د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال په دې باور دی چې اسلامي امارت د هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري د هوایي ډګرونو د امنیت پر ساتلو ټینګار لري.
 
د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال امام محمد وریماچ وايي:«د خپلو الوتنو د خوندیتوب په پار اړتیا لري او ځان ملزم ګڼي چې خپل امنیتي، تخنیکي او مسلکي کسان ولري. شونې ده چې دا کار د اسلامي امارت د نه رضایت لامل شوي وي او دا موضوع تر دې ځایه ځنډول شوې ده.» 

بل خوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې سیاسي ستونزې د هېواد د هوایي ډګرونو د تخنیکي او خدماتي چارو د سپارل کېدو د ځنډېدو لامل شوي دي.
 
د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي او له همدې امله دا بهیر اوږد شوی دی.»

اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې که د هېواد د هوایي ډګرونو خدماتي چارې نړۍوالو معیاري شرکتونو ته وسپارل شي، د هېواد سوداګریزې اړیکې به هم پراخې شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«که چېرې قطر، ترکیې او یا هم عربي متحده امارتو ته ورکړل شي، خو هغه مسایل چې نړۍوال دي په پام کې نیول کېږي، زموږ د هېواد په ګټه دي.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د کابل له هوایي ډګر نه له ۲۰ تر ۳۰ الوتنې ترسره کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې که د هېواد د هوایي ډګرونو خدماتي چارې نړۍوالو معیاري شرکتونو ته وسپارل شي، د هېواد سوداګریزې اړیکې به هم پراخې شي.

تصویر بندانگشتی

ځينو سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې د هېواد د هوایي ډګرونو د تخنیکي او خدماتي چارو د سپارل کېدو موردونه وروستي شوي دي چې له ترکیې او قطر سره به یې د تړون په لاسلیک کېدو سره، هېواد ته د لویو هوایي شرکتونو د الوتنو لار هواره شي.

د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال په دې باور دی چې اسلامي امارت د هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري د هوایي ډګرونو د امنیت پر ساتلو ټینګار لري.
 
د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال امام محمد وریماچ وايي:«د خپلو الوتنو د خوندیتوب په پار اړتیا لري او ځان ملزم ګڼي چې خپل امنیتي، تخنیکي او مسلکي کسان ولري. شونې ده چې دا کار د اسلامي امارت د نه رضایت لامل شوي وي او دا موضوع تر دې ځایه ځنډول شوې ده.» 

بل خوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې سیاسي ستونزې د هېواد د هوایي ډګرونو د تخنیکي او خدماتي چارو د سپارل کېدو د ځنډېدو لامل شوي دي.
 
د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي او له همدې امله دا بهیر اوږد شوی دی.»

اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې که د هېواد د هوایي ډګرونو خدماتي چارې نړۍوالو معیاري شرکتونو ته وسپارل شي، د هېواد سوداګریزې اړیکې به هم پراخې شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«که چېرې قطر، ترکیې او یا هم عربي متحده امارتو ته ورکړل شي، خو هغه مسایل چې نړۍوال دي په پام کې نیول کېږي، زموږ د هېواد په ګټه دي.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د کابل له هوایي ډګر نه له ۲۰ تر ۳۰ الوتنې ترسره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه