Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عارفانو او عاشقانو کوڅه؛ له تاریخي کیسو سره د کابل مشهوره کوڅه

عاشقان او عارفان د کابل هغه کوڅه ده چې لرغونتیا یې په نړۍ کې د اسلام ظهور لومړیو ته ورګرځي.

عاشقان او عارفان کوچه د کابل په زاړه ښار کې ده. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، عاشقان او عارفان د دري ژبې د مشهور شاعر خواجه عبدالله انصاري د زامنو نومونه دي چې هغه مهال یې دغلته ژوند کاوه او دې سیمې ته دا نوم هم له هغوی ورپاتې دی.
       
د کابل اوسېدونکی سمیع وايي:«د دې لرغونتوب کابو ۱۴۰۰ کال کېږي چې د عثمان (رض) د خلافت په وخت کې دوی دین راورسوه او دلته شهیدان شول لکه جابر انصار، شاه دوشمشېره ولي هم د خدای دوستان وو چې د اسلامي دین یې دلته راورسوه او په خپله شهیدان شول.» 

په دې سیمه کې کورونه په پخوانۍ معمارۍ سره جوړ شوي دي او پر لرګینو دروازو او کړکیو یې نقاشۍ هم ترسترګو کېږي.
    
د کابل اوسېدونکی علي محمد څرګندوي:«د عاشقانو او عارفانو کوڅه له هماغې پخوا د کابل اصلي خلکو په کې ژوند کاوه، اوس هغوی دلته نه دي پاتې، که ځينې پاتې وي.»

که څه هم د دې سیمې ځینې دیوالونه د تېرو لسیزو په جګړو کې زیانمن شوي دي، خو پر لرګیو شوې نقاشۍ یې لاهم هرڅوک ګوته پرغاښ کوي.
      
د عاشقان او عارفان سیمې اوسېدونکی منصور وویل:«دغه لرغونی کور چې وینئ لرغونتوب یې ۳۰۰ کلونو ته رسېږي چې زموږ له نیکه موږ ته په میراث پاتې دی.»

پر خټینو او لرګینو کورونو سربېره، د عاشقان او عارفان زیارت هم د دې سیمې له لرغونو ودانیو ګڼل کېږي چې له ډېرو بدلونونو سره سره اوس هم پرخپل حال ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه