Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاستوالان: ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره ګټوره ډپيلوماسي نه ده لرلې

ځينې سیاستوالان او د سیاسي چارو شنوونکي وايي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې اغېزناکه ډپيلوماسي نه ده لرلې.

دوی د نجونو د منځنیو او لېسو د تړلي پاتې کېدل، د بشري حقونو مسایل له هغو لاملونو ګڼي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«ټول ګډونه حکومت، بشري حقونه او د ښځو حقونه دي د نجونو زده کړې دي او بلاخره د کار زمینه ده او په لسګونه نور شیان دي چې اسلامي امارت یې باید ترسره کړي چې تراوسه پر هغه بریالی شوی نه دی او هره ورځ د ملګرونو ملتونو د غوښتنو پر ضد د یوه نوی قانون غوښتنه کېږي»

د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ګاونډيو او سیمه ییزو هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي، چې په دغو سفرونو کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسله تر ټولو مهمه مسله بلل شوې ده.

اوس اسلامي امارت وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د نړۍ له لوري د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت د دې سربېره چې له هېڅ هېواد سره یې علني سیاسي تعاملات نه لري، خو خپله ډپيلوماسي یې دومره متحرکه او ژوندۍ ساتلې ده چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ډېر ښه او په ژوره توګه مخته ولاړ تاسې یې وینئ چې موږ اوس له ډېرو هېوادونو سره ښه تعاملات لرو چې یو ډول په چوپه رسمیت ګڼل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر اوسه په روسيې، چین، ایران، پاکستان او قزاقستان کې د اسلامي امارت ډيپلوماټانو په رسمي توګه خپل کار پېل کړی دی او په کابل کې د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ تر لسو د ډېرو هېوادونو سفارتونه فعال دي. خو تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم یو دا هېواد به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې مخکښ شي.

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو  څه باندې اته میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه