Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید ډېر شوی

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې په ښکاره د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کرکېله او پېر او پلور بیا له سره پیل شوی دی.

په دې راپور کې راغلي چې، په کندهار او لویدیځو ولایتونو کې د شیشې د تولید کارخونې جوړې شوي او دغه بهیر په دې وروستیو میاشتو کې ډېر ګړندی شوی دی.

په دې راپور کې راغلي: «دمګړۍ په افغانستان کې د شیشې صنعت په ډېرې چټکۍ سره د ودې په حال کې دی او دا د چارو د کارپوهانو او لوېدیځوالو د اندېښنې لامل شوی دی. وېره دا ده که د نړۍ تقاضا ډېره شي؛ نو ښايي د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د هغو برابروونکی شي.»

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزي پخواني مرستیال ابراهیم ازهر وايي: «لکه څرنګه چې د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کاروبار ډېر شوی دی. د نشه‌يي توکو د پروسس لابراتوارونو جوړول د افغانستان په سویل په تېره د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه ډېر شوي دي.»

راپور کاږي، په افغانستان کې د شیشې تولید وروسته له هغې ډېر شو چې د نشه‌يي توکو قاچاقچیانو د "اِفِدرا" په نوم یو بوټی چې په افغانستان کې په امان مشهور دی او د شیشې د تولید په پروسس کې له هغې ګټنه کېږي، کشف کړ.

په افغانستان کې د جرمي اقتصاد کارپوه ډېویډ مانسفیلډ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «د "اِفِدرا" په ډېرېدو سره، په افغانستان کې په دې وروستیو میاشتو کې د شیشې د تولید د کارخونو په فعالیت کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.»

د سیاسي چارو کارپوه ثمر سادات وايي: «دا د ترهګرۍ د ودې او د افغانستان اقتصادي وضعیت لپاره یوه ستره ننګونه ده.»

له دې سره سم، ادعا کېږي چې دمګړۍ په ارزګان ولایت کې کروندګر په ښکاره توګه د نشه‌يي توکو پر کاروبار بوخت دي.

یک کشاورز، گفت:«در ارزگان کار و‌بار تریاک نسبت به سابق بیشتر عام شده است و نسبت به دیگر فرآورده ها در حال رشد است و در بازار به گونه عادی خرید و فروش می شود.»

یو بزګر وايي: «د پخوا پرتله په اروزګان کې د تریاکو کاربار ډېر عام شوی دی او د نورو کښتونو پرتله د ودې په حال کې دی په بازار کې په ډېر عادي ډول سره پیر و پلور کېږي.»

اسلامي امارت لا تر اوسه د دې راپور په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې په هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکېله، تولید، استفاده او قاچاق یې منعه اعلان کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه