Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛د افغانستان رسنیو راتلونکې ته اندېښنه

نن د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د مې میاشتې درېیمه چې د رسنیو ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته مهال یو شمېر خبریالان وايي، د رسنیو د تخلفاتو کمېسیون د نه‌شتوالي، اطلاعاتو ته د کم لاسرسي او د هېواد د مطبوعاتو د راتلونکي نظام د ناروښانوالي په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د میرویس په نوم یو خبریال وايي: «په افغانستان کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.»

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې له وروستیو تحولاتو سره سم، څه باندې ۴۰ سلنه چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ له فعالیته پاتې شوي او ورسره یو زیات شمېر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د یو ټلوېزیون مسوول مدیر ادریس فارقي وايي: «تمه لرو چې ورځ تر بلې ګواښوونه لږ شي او خبریالان او رسنۍ ښې ورځې او ښه وضعیت تجربه کړي.»

له دې سره سم، په هېواد کې له رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، د اسلامي امارت له لوري پر رسنیو د ځینو مقرراتو وضعه کېدل د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان ازادو ژورنالیسټانو د ټولنې اجرایي رییس حجت‌الله مجددي وايي: «د اسلامي امارت له لوري چې د تفریفي او ټولنیزو خپرونو په برخو کې چې پر رسنیو محدودیتونه لګول شوي د رسنیو پر منځ‌پانګې یې هم اغېز کړی دی.»

د افغانستان د ژورنالېسټانو او خبریالانو د فدراسیون غړی میر علي اصغر اکبر‌زاده وايي: «اطلاعاتو ته د لاسرسي او تخلفاتو ته د رسېدو کمېسیونو په جوړېدو سره کولای شو د خبریالانو ستونزې کمې کړو، خو له بده مرغه چې دا یوازې د شعار په چوکاټ کې پاتې شوی دی.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي او يوناما د بېلابېلو ټویټونو له لارې په افغانستان کې د رسنیو او د خبریالانو د وضعیت په تړاو اندېښنې ښودلې او پر رسنیو یې د لګول شویو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه ویلي: «موږ باید د خپلواکو رسنیو او د هغو فدا کاریو چې ترسره کوي یې، ارزښت ته پوښښ ورکړو. موږ باید د رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره د هغوی فداکاریو ته درناوی وکړو.»

همداراز د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ورځې په مناسبت ویلي: «اسلامي امارت د رسنیو تر شا ولاړ دی او حمایت یې کوي. په افغانستان کې رسنۍ د قوانینو په دننه کې آزاد فعالیت او نشرات کولای شي. هغه رسنۍ چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې فعالیت درېدلی عامل یې اسلامي امارت نه، بلکې د تمویل له لاسه ورکول دي چې د بهرنیو ځواکونو او سفارتونو لخوا تمویلیدې.»

هر کال د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ له نړیوالې ورځې په دې موخه نمانځنه کېږي چې په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ او همداراز له رسنیو د ملاتړ تر څنګ هغو خبریالانو ته درناوی کېږي چې د کار پر مهال وژل شوي وي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې له وروستیو تحولاتو سره سم، څه باندې ۴۰ سلنه چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ له فعالیته پاتې شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه