ازبکستان وايي، په اوسنیو حالاتو کې نهدي چمتو چې په یوازې په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی وایي، د طالبانو لپاره به ستونزمنه وي چې داسې ژر د نړیوالو له لوري د رسمیت پیژندلو شرایط پوره کړي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی ټینګار کوي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له کابل سره په اړیکه کې دی.
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرگاشف وايي: «طالبان نه غواړي چې منزوي شي. هغوی غواړي چې د نړۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شي. دا به د طالبانو لپاره سخته وي چې په بېړې سره د رسمیت پېژندلو شرایط پوره کړي، خو موږ به په یوازې هغوی په رسمیت و نهپېژنو. ازبکستان به د طالبانو د رسمیت پېژندو مساله له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ سرته ورسوي.»
له دې سره سم، په پاریس کې د فرانسې ولسمشر او د هند لومړي وزیر د لېدنې پر مهال په افغانستان کې د بشري کړکېچ او بشري حقونو د سرغړونو په تړاو له اندېښنو څرګندولو سربېره د یوې ګډې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
پهدې اعلامیه کې راغلي: «هند او فرانسه په افغاستان کې د بشري وضعیت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو اندېښمن دي. سره له دې چې په دې هېواد کې جګړه پایته رسېدلې، خو بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو له حقونو سرغړنه دوام لري. موږ له یوه سولهییز، امن، سوکاله او د یوه ټول ګډونه حکومت لرونکي افغانستانه ملاتړ کوو.»
له دې سره سم، د افغانستان په اړه د اروپا-اسیا د مطالعاتو مرکز او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماټيکې اکاډمۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکک یوه غونډه جوړه کړې ده.
پهدې غونډه کې د روسیې، قرغیزستان او ازبکستان استازو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو له ټينګار سربېره ویلي، په دې هېواد کې د ترهګرو فعالیتونه په سیمه کې د امنیتي ګواښونو د راټوکېدو لامل شوې دي.
د اروپا-اسیا د مطالعاتو مرکز رییس اندري روساکوف وايي: «له افغانستانه په بېړې سره د بهرنیو ځواکونو وتل او واک ته د طالبانو په رسېدو سره د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د ګواښونه کچه لوړه شوې؛ ځکه طالبانو په تېرو اتوو میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلې یوې ژمنې هم عمل نهدی کړی. تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان په حکومت کې له بدلون وروسته، نه کومه ښځه او نه هم لږکي په حکومت کې ونډه لري.»
ورته مهال د ازبکستان استازی وايي: «طالبان واک ته تر رسېدو وروسته، د افغانستان د نفوس یوه برخه دي؛ نو پکار ده چې، ازادي او مذهبي مساوات رعایت کړي؛ لکه څنګه چې روښانه ده، دا ازادي په ۳۰ کلونو کې په ازبکستان او نورو هېوادونو کې په یو ډول وده وکړه.»
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتېدل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو لپاره هغه شرایط دي چې د نړیوالو له لوري لګول شوي، خو د اسلامي امارت مسوولانو تل ویلي چې د رسمیت پېژندو لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.
په دې اړه مو اندونه