Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د حجاب رعایت فرمان ته نړۍوال غبرګونونه

د حجاب د رعایت په هکله د اسلامي امارت مشرتابه  نوی فرمان چې د شنبې په ورځ صادر شوی دی له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو  سرمنشي انټوني ګوټرش د ښځو په تړاو د اسلامي امارت د نوي فرمان په غبرګون کې وایي چې د افغانستان اوسني چارواکي باید له نړۍوالو  قوانینو  سره سم پر خپلو ژمنو ولاړ وي.
  
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش وویل:«زه د طالبانو  پر دې پرېکړه اندېښمن یم چې ښځې باید په ټولنه کې خپل مخ پټ کړي او یوازې د اړتیا پرمهال له کوره ووځي. زه یوځل بیا له طالبانو غواړم چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره پر خپلو کړو ژمنو او د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هم په دې تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره د بیاکتنې او وضاحت غوښتنه کړې ده.

یوناما زیاتوي، چې دا پرېکړه ښایي له نړۍوالې ټولنې سره د اوسني حکومت تعامل ستونزمن کړي.

یوناما وايي:«نړیواله ټولنه داسې سګنالونو ته لېواله ده چې طالبان له ټولې نړۍ سره مثبتو اړیکو ته چمتو دي. خو د طالبانو دا پرېکړه ښایي له نړۍوالې ټولنې سره تعامل سخت کړي.»

په دې لړ کې اروپا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت، جرمني، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي، د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې او د بشري حقونو د څار نړۍوال  سازمان پر دغه فرمان په نیوکې سره له نړۍوالې ټولنې غوښتنې چې پر دې مسلې غور وکړي.

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري څرګندوي:«طالبان لاهم د دې پر ځای چې پر اقتصادي ناورین او د پراخ بنسټه حکومت پر اړتیا غور وکړي، د ښځو او نجونو پر وړاندې ناسمې تګلارې خپلوي. زه د افغانانو او نړۍوالې ټولنې له غوښتنو سره یوځای کېږم څو ناسم اقدامات پای ته ورسېږي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي، ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي او خپل ژوند بېرته پېل کړي.»

د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هېډر بار هم وايي: «په دې کې دا مسله شامله ده چې مېرمنې په بشپړ دول له صحنې و ایستل شي او واک سړیو ته وسپارل شي. او دا هغه څه دي چې له ښځو نه د پرېکړې کولو او په سیاسي صحنه کې د هغوی د شتوالي حق ترې اخلي.»

د ښځو لپاره د حجاب فرمان د یو شمېر دیني عالمانو له اعتراض سره هم مخ شوی دی. د افغانستان ځیني پېژندل شوي دیني عالمان په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

پرون د اسلامي امارت له لوري د ښځو د حجاب په تړاو نوی فرمان اعلان شو چې پر بنسټ یې که چېري ښځې له دغه فرمان نه سرغړونه وکړي د کورنۍ مسوول یې تنبیه او مجزات کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه